سپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی، چې د جاپان مالیې وزارت به د درېيو روسي بانکونو شتمني کنګل کړي.
د جاپان د مالیې وزیر سونیچي سوزوکي ویلي، چې هېواد یې په جاپان کې د درېیو روسي بانکونو شتمني کنګل کوي.
د روسیې VEB.RF او Promsvyazbank بانکونه په دغو بندیزونو کې شامل دي.
سوزوکي ویلي، چې دا پرېکړه یې د روسیې پر خلاف د بندیزونو په چوکاټ کې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د جاپان لومړي وزیر د چهارشنبې پر سهار د فبرورۍ پر ۲۳، د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د روسیې پر خلاف له بندیزونو وروسته ویلي، چې له دغو بندیزونو سره یوځای کېږي. د ویلو ده، چې کاناډا هم پر روسیې بندیزونه لګوي.
تازه د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټرډو پر اوکراین د روسیې پوځي برید غندلی او ویلي یې دي، چې هېواد یې د روسیې پر خلاف «بېځایه تېري» درولو لپاره لا زیات اقدامات کوي.