۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنت وايي، د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو په هکله پوهاوی یې په کاري لومړیتوب کې دی.
نوموړي جمعه د غبرګولي پر ۲۷ په خپله ټویټرپاڼه کې د بلجیم د استازو مجلس د بهرنۍ کمېټې له استازو سره د ناستې جوړېدو خبر ورکړی و.
بنت وايي، دا ناسته د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو د حقونو د پوهاوي کچې د زیاتوالي په هکله جوړه شوې وه.
د راپورونو په حواله، ریچارډ بنت پرون وویل، چې طالبان په افغانستان کې د نجونو زدهکوونکو د برخلیک په اړه روښانه ځواب نه لري.