۸صبح، کابل: له کابل ښار څخه سیمه ییزې سرچینې په دغه ښار د پنځو پرله پسې چاودنو خبر ورکوي.
سیمه ییزې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې د پرله پسې چاودنو غږونه يې نن سهار د غبرګولي پر ۲۸ د کابل په کارته پروان سیمه کې اورېدلي دي. دوی وايي، چې د بریدګرو او طالبانو ترمنځ نښته لا هم د اهل هنودو په درمسال کې روانه ده.
چاودنې ته نږدې ځينې سرچینې وايي، تر اوسه یې د پنځو چاودنو او ګڼو ډزو غږونه اورېدلې دي.
په دغو چاودنو او پرله پسې ډزو کې د دویمې امنیتي حوزې اړوند په کارته پروان کې د اهل هنودو عبادتځای (درمسال) په نښه شوی دی.
یوه باوري سرچینه وايي، چې اووه داعشیان په چاودېدونکو توکو او واسکټونو سمبال د اهل هنودو عبادتځای ته ننوتي او له طالب ځواکونو سره په نښته اوښتي، چې تر اوسه پنځو کسانو ځان ته چاودنه ورکړې او دوه نور یې له طالب ځواکونو سره په نښتې بوخت دي.
دغه لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې او چا ته د تلو راتلو اجازه نه ورکول کېږي.
تر اوسه د دغه برید د مرګژوبلې کره شمېره نه ده په ډاګه شوې؛ خو د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو مړي او ټپيان یې لیدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت هم په کارته پروان کې د چاودنو خبره منلې او ویلي یې دي، چې بریدګر یې کلابند کړي دي.
نوموړي وزارت د دوو اهل هنودو ټپي کېدل منلي دي.
په وروستیو کې پر عبادتځایونو بریدونو زیات شوي او د دا ډول بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.