۸صبح، کابل: پر بشري حقونو د څار بنسټ له طالبانو غوښتي، چې ژرترژره پریسا مبارز او د هغې ورور خوشي کړي.
د دغه سازمان یوې څېړونکې فرشتې عباسي یکشنبه د سلواغې پر ۲۳ د یوه ټویټ په خپرولو سره لیکلي، چې سولهییزې غونډې د انسانانو اساسي حق دی.
دا په داسي حال کې ده چې سیمهییزو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتي ځواکونه شنبه د سلواغي پر ۲۲ سهار اته بجې د تخار ولایت مرکز تالقان ښار په ګولايي باغ سیمه کې د پریسا مبارز کور ته ننوتلي، هغه او ورور یې رحمت الله له ځانه سره بېولي دي.
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت له طالبانو څخه د پریسا مبارز، چې یوه اعتراضکوونکې نجلۍ او د تخار د ښځو د غورځنګ غړې ده، د سمدستي او غیر مشروطه خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.