۸صبح، پنجشېر: پنجشېر ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ په نښته کې پنځه تنه وژل شوي او یو کس ټپي دی.
دغه نښته پنجشنبه د زمري پر ۲۰ د شپې ۲:۰۰ بجې د پنجشېر ولایت پریان ولسوالۍ کوجان کې شوې ده.
د سرچینو په وینا، دغه نښته په کوجان سیمه کې د مقاومت جبهې ځواکونو پر پټنځای د طالبانو له برید وروسته شوې ده.
سرچینې زیاتوي، چې د دواړو لوریو ترمنځ نښتې څو ساعته دوام وکړ او د مقاومت جبهې ځواکونو په دې سیمه کې له خپل پټنځای څخه شاتګ کړی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تېره ورځ د درې ولسوالۍ اړوند پوجاوه سیمه کې هم د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ سخته نښته شوې وه. په دې نښته کې هم طالبانو ته تلفات اوښتي وو.