۸صبح، پروان: پروان کې د کوويډ ـ ۱۹ ناروغانو د درملنې مرکز مسوولان وايي، چې په دغه ولایت کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر له ۶۵ تر ۷۰ سلنه زیاتوالي موندلی دی.
د پروان ولایت د کوويډ ـ ۱۹ روغتون مسوول عبدالحمید عالمي ژکفر پنجشنبه د زمري پر شلمه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې په تېره یوه میاشت کې په دغه روغتون کې پر کورونا د اخته کېدو کابو زر پېښې ثبت شوې دي.
د هغه په وینا، دغه شمېرې پر کورونا ویروس له شکمنو ۳ زره او ۴۰۰ کسانو څخه لاسته راغلې.
هغه زیاته کړه، چې له دې مخکې د کورونا ویروس مثبتې پېښې له ۲۰ تر ۲۵ سلنه وې.
د مسوولانو د شمېرو له مخې، پروان کې د کورونا د لومړي پړاو له خپرېدو راهیسې ۴ زره او ۵۷۹ تنه پر دغه ویروس اخته شوي، چې له دې منځه ۹۴ تنه مړه او پاتې نور ټول روغ شوي دي.