د کابل لوېدیځ کې پر «کاج» ښوونیز مرکز د خونړي برید په تړاو، چې له امله یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول، د ښځو د اعتراضونو بهیر د هېواد نورو سترو ښارونو ته هم وغځېده. کابل، هرات، مزارشریف په ترتیب سره په تېرو دریو ورځو کې د ښځو د اعتراضي لاریونونو شاهدان وو. خو دا معترضان د طالبانو له لوري سخت وځپل شول. د دې معترضانو یو شمیر یې ونیول شول او د طالبانو له لوري یې ګرځنده ټلیفونونه ورته مات شول. د تاوتریخجن چلند ترڅنګ طالبانو په بلخ کې د معترضو محصلانو له کورنیو ضمانت اخیستی چې له دې وروسته به خپلو لوڼو ته په اعتراضي لاریونونو کې د ګډون اجازه نه ورکوي.
بلخ پوهنتون کې نجونو محصلانو دوشنبه د تلې پر ۱۱ د کابل په لویدېځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز د خونړي برید په غبرګون کې، چې پکې تر ۵۰ زیات زده کوونکي مړه او ۱۰۰ نور ټپیان شول، په لاریون لاس پورې کړ. دا معترضانې د «تحصیل مو حق دی»، « مرګ پر تعصب»، «عدالت مو حق دی»، «د هزاره وو نسل وژنه ودروئ» او «موږ امنیت غواړو» شعارونو په ورکولو سره سړکونو ته راووتې.
هغه ویډیوګانې چې په بلخ پوهنتون کې د لاریون کوونکو د لاریون پر مهال خپرې شوې، ښيي چې هغوی د«چوپتیا ماته او له موږ سره یوځای شئ» او «ازادي زموږ حق دی، تعصب جهالت دی» شعارونو په ورکولو سره د کاج پر ښوونیز مرکز د برید په تړاو چې نسل وژنه بلل شوې، خپله غوسه وښوده.
په یوه ویډیو کې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، لیدل کېږي چې یوه معترضه نجلۍ په مځکه لویدلې او نورې پرې راغونډې دي. په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې طالبان له خپلو وسلو سره د نجونو پر سر ولاړ دي او هڅه کوي معترضان له سیمې لرې کړي. سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې چې دې محصلې د طالبانو له وهلو ټکولو وروسته ضعف کړی او پر ځمکه لویدلې ده.
د معترضو محصلینو له ډلې یوې یې چې د طالبانو له ویرې یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې راشي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «موږ ټولې په سانچارکي څلورلارې کې راغونډې شوې و. اصلي موقعیت مو بلخ پوهنتون و. کله مو چې ولیدل هلته طالبان دي او نه شو کولای سره راغونډ شو، په څلور لارې کې خورې شو، څو له لیلې هم نجونې راشي. نجونې ناوخته راورسېدې. د معارف او ولایتي شورا کوڅې په لور لاړو تر اوبو رسولو ریاست پورې. په اوبو رسولو ریاست کې موږ محاصره شو. د طالبانو ځانګړې او سره قطعه راغله، موږ یې محاصره کړو او وروسته یې د اوبو رسولو ریاست ته ولېږدولو.»
دا محصله زیاتوي: «ځان ته به مو چې ټکان ورکړ، ښکنځلې به یې کولې، بد رد به یې ویل. زموږ د کورنیو د بې غیرتۍ خبرې یې کولې چې موږ ته یې د لاریون اجازه راکړې.»
دغه معترضه محصله د طالبانو د ناوړه چلند په اړه وايي: «له موږ سره یې له تاوتریخوالي ډک چلند وکړ، ویې وهلو. کله مو چې نه غوښتل چې سرتړلي ځای ته ننوځو، موږ یې کش کولو. زموږ سرونه لوڅ شول، له حجاب نه یې نیولو. د یو شمیر هغو نجونو تلیفونونه ی چې مقاومت یې کاوه، ور مات کړل، څادرونه یې د نجونو له سره لرې کړل، له ویښتو یې ونیولې، ټیله یې کړې. په زور یې اب رسانۍ ته ننه ایستلو.» نوموړې دغه راز زیاتوي: «نجونې ویرېدلې وې. دوو نجونو ضعف وکړ؛ یوې ته امبولانس راغی او یو یې وړله، نه پوهېږو چیرې یې یوړه، یو بله بیا همالته پرته وه. ټلیفونونه یې راڅخه واخیستل، زموږ شهرت یې هم واخیست. کله به یې راته ویل تاسو ښځینه زندان ته وړو. بیا به یې ویل قوماندانۍ ته مو وړو. یوه یوه یې تلاشي کړه، تلیفونونه یې وپلټل، ویډیوګانې یې پاکې کړې. یو نجلۍ چې خپل تلیفون یې پټ کړی و، تلیفون یې ترې ضبط کړ.»
له دې سره جوخت یوه بله ویډیو چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، داسې یوه محصله ښيي چې په ډبرو د دروازې قفل ماتوي او نورې نجونو د «چوپتیا خیانت دی» شعار په ورکولو سره د دروازې په لور هجوم وړي.
ځینې سرچینې تایید وي، وروسته له هغه چې طالبان خبر شول چې د بلخ پوهنتون د لیلیې نجونې غواړي لاریون وکړي، د محصلینو پر مخ یې د لیلیې دروازه وتړله؛ خو هغوی قفل مات او ځانونه یې لاریونوالو ته راورسول. د دوی په وینا، د طالبانو له لوري سختې ځپل شوې دي. هغه شمیر نجونې چې د طالبانو له لوري نیول شوې، په ضمانت له بند څخه ازادې شوې دي. دغه معترضان زیاتوي چې طالبانو ټولې هغه ویډیوګانې او انځورونه چې د لاریون څخه اخیستل شوي و او د نجونو په تلیفونونو کې و، له منځه وړي دي.
له محصلینو څخه یوه یې چې نه غواړي نوم یې په ۸صبح ورځپاڼه کې راشي، وايي: «کله چې موږ طالبانو محاصره کړو، له تلیفون څخه مې د واټسپ ګروپ او شمیرې لرې کړې. اوس نه پوهېږم چې څومره نجونې په بند کې دي.» یوه بله محصله چې پرون یې د بلخ په لاریون کې ګډون کړی و، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «په مزارشریف کې د نجونو څو لیلیې دي چې له دې څخه د دوو لیلیو نجونو په زور او د دروازو د قفلونو په ماتولو سره له لاریونوالو سره یوځای شوې دي.» هغه زیاتوي چې طالبانو د نورو لیلیو دروازې له سهار نه تړلې وې او تر ماښام یې خلاصې نه کړې.
له دې وړاندې د تلې پر ۱۰ د یکشنبې په ورځ د هرات پوهنتون محصلینو د هغه څه په اړه چې «نسل وژنه» بلل کېږي، لاریون وکړ. د دې محصلینو لاریون هم د طالبانو له لوري وځپل شو. هغه ویډیو چې ددې لاریون په اړه خپره شوې، ښيي چې یو طالب د یوې معترضې نجلې د مټې په نیولو سره هغه له دروازې څخه په زور لرې کوي. په یوه بله ویډیو کې هم لیدل کېږي چې طالبان له معترضو نجونو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.
له بل لوري د کابل پوهنتون په لیلیه کې نجونو تایید کړې چې د شپې له ډوډۍ خوړولو وروسته، مسمومې شوې دي. ددې لیلیې یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي دي چې شاوخوا ۹۰ سلنه نجونې مسمومې شوې دي، خو روغتون ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې. دوی په ډله ییز ډول د پوهنتون کلینیک ته مراجعه کړې او د یو شمیر نجونو حالت تر اوسه هم نه دی ښه شوی. ددې سرچینې په وینا، ټاکل شوې وه چې د یک شنبې پر ورځ به د کابل پوهنتون نجونې هم اعتراض وکړي.
د کابل پوهنتون یوې محصلې ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل: «نن د پوهنتون وضعیت په بشپړ ډول نظامي و. هر ځای طالبان لیدل کېدل. د پوهنتون په دننه څلورو لارو کې د طالبانو موټر ولاړ و. ډیری یې د فارمسي پوهنځي پر وړاندې ولاړ و. کسان یې ګرځېدل او حالت ډیر ویرونکی و.»
له بل لوري «د هزاره وو نسل وژنه ودروئ» هشتګ د تلې پر ۱۱ د دوشنبې په ورځ یو میلیون ته ورسېد او دا شعار د ټویټر په پلاټفورم کې هم دوام لري. یو شمیر نړیوال شخصیتونه او لیکولانو هم له دې هشتګ سره یوځای شوي دي.
دغه اعتراضونه وروسته له هغه رامنځته کېږي چې د تلې پر ۸ د جمعې په سهار د کابل په لویدېځ د کاج پر ښوونیز مرکز ځانمرګي برید په پایله کې له ۱۰۰ زیات زده کوونکي مړه او ټپیان شول. په افغانستان کې د یوناما دفتر په تازه خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د کابل په لویدېځ کې په هزاره میشته سیمه کې د شوې چاودنې له امله د مړو شمیر ۵۳ کسانو ته ورسېد چې ۴۶ یې نجونې او ښځې دي.
له دې وړاندې یو شمیر سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته د ۵۷ کسانو د وژل کېدو او له ۱۰۰ د زیاتو کسانو ټپي کېدو خبر ورکړی و. دغه راز په تیرو څلورو ورځو کې ددې پیښې یو شمیر ټپیانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دا ښيي، چې د دې پېښې د تلفاتو شمیر د لوړېدو په حال کې دی.