۸صبح، کاپیسا: د افغانستان په ځینو پوهنتونونو کې د پراخو اعتراضونو په دوام کې د کاپیسا د البیروني پوهنتون محصلانو هم د هغه څه د درېدو لپاره، چې د هزاره وو نسل وژنه یې بولي لاریون کړی دی.
باوري سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې دغه اعتراض سه شنبه د تلې پر ۱۲ له غرمې مخکې د «سره یو ځای شئ چې دغه ګډ درد هېڅکله جلا جلا له منځه نه ځي» شعار په ورکولو د البیروني پوهنتون په انګړ کې ترسره شو.
د سرچینو په وینا طالبانو په دغو اعتراضونو کې د البیروني پوهنتون لسګونه تنه زده کړیالان نیولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې د کابل، بلخ او بامیان پوهنتونونو زده کړیالانو کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې لاریون کړی دی.