د لوی او بخښونکی خدای په نامه
درنو مېرمنو، ښاغلو او ګرانو ګډونوالو، سلام!
تر هر څه لومړی غواړم د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې له ډاکټر مرادیان او د هغه له همکارانو د داسې یوې غوره او پر وخت غونډې د تنظیمولو له امله مننه وکړم. همدارنګه غواړم د افغانستان د خلکو له ښه او دایمي دوست، تاجکستان هېواد څخه مننه وکړم چې د دې فرصت په برابرولو او آسانتیاو رامنځته کولو کې یې مرسته کړې ده.
له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو په بشپړ وتلو سره، چې د افغان حکومت د نسکورېدو او د طالبانو بیا واک ته رسېدو لامل شو، هغه محتاطانه هیله مندي چې د افغانستان د کړکېچ د سوله ییز حل لپاره موجوده وه له منځه ولاړه. سره له دې چې د افغانستان خلکو په وار وار د نیابتي سولې د پایلو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې، خو له بده مرغه دغه اندېښنې او خبرداري له پامه غورځول شوي او یا هم ورته پوره پام ونه شو. اوس د هغو بې غوریو منفي پایلې څرګندې دي او ښايي چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او سیمې لپاره نورې جدي امنیتي ننګونې رامنځته شي. مناسبه ده چې د حافظ په دې شعر سره د افغانستان د خلکو شکایت او ګیله څرګنده کړو:
من از بیگانهگان هرگز ننالم
که با من هرچه کرد آن آشنا کرد
دلته د اشنا هدف د افغانستان ستراتیژیک متحدین دي.
ګرانو حاضرینو!
د کابل په یوه سیمه کې د اېمن الظواهري وژل کېدل چې هلته ترې ښه ساتنه کېده، په ورته وخت کې د بشري حقونو د وضعیت خرابیدو، د ښځو حقونه، زده کړو ته د نجونو د لاسرسي حق او د بیان آزادۍ له منځه تلل، د افغانستان، سیمې او له سیمې ورآخوا امنیتي ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.
ځینو هېوادونو پلان درلود چې د طالبانو واک ته په رسېدو سره به دوی په افغانستان کې خپل ستراتیژیک عمق یا ژورتیا ته ورسیږي، خو اوس له هغه وخته چې د ترهګرو ډلو مهارت، نفوذ او انګېزه زیاته شوې، ویلای شو چې دا نړیوال ترهګر وو چې په افغانستان کې خپل ستراتیژیک عمق ته ورسېدل او دا د سیمې لپاره یوه لویه ننګونه ده.
دغو ترهګرو پرمختللې ټکنالوژۍ ته لاسرسی پیدا کړ.
دوی ټیکنالوژیو/ نوي مالي میکانیزمونو ته لاسرسی لري لکه کریپټو کرنسي، ډیجیټل اسعار، د مخدره توکو قاچاق او داسې نور.
د ایډیالوژیکي انګېزې بیا راژوندي کېدل، په تېره بیا تېر کال د ایتلافي ځواکونو له وتلو وروسته، نه یوازې په افغانستان، بلکې په سیمه او د سيمې ورآخوا هم زیاتې شوې دي.
دا ډلې د پام وړ او ستراتیژیکې سیمې لري.
د ځوانانو ګمارل او مغزو مینځل نور د دوی لپاره ستونزمن کار نه دی.
په سیمه کې د ځینو هېوادونو لېوالتیا چې له ترهګرۍ د سیاسي وسیلې په توګه کار واخلي او یا د نورو لپاره د ننګونې په توګه ترهګري توجیه کړي.
د سیمې د ځینو هېوادونو هیله ده او سیالي کوي چې په افغانستان کې له حکومت پرته او تر حکومت لاندې فضا/سیمې څخه کار واخلي او د فرصت په توګه د یوې سیاسي وسیلې په ډول له تروریزم څخه ګټه پورته کړي او د دوی واکمني پراخه کړي.
د راپورته کېدونکو ګواښونو په ظرفیت د ښه پوهېدو لپاره، به زه له دغو ډلو ځینې یې په لاندې ډول وڅېړم:
کله چې ایساف ځواکونو خپل ماموریت د تغییر په حالت کې «پریکنده ملاتړ» ته بدل کړ او په ۲۰۱۴ کې یې د افغانستان په پولو او فضا کې ټول استخباراتي/د څارنې وسایل او تجهیزات راکم کړل، په داسې حال کې چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ولسمشریزو ټاکنو تر ټولو اوږده او له ننګونو ډکو ټاکنو په امنیت بوخت وو، د پاکستان پوځ د وزیرستان په هغو سیمو کې د «ضرب عضب» په نوم عملیات پیل کړل چې د ترهګرو ستر مرکزونه وو، او په ډېرو مواردو کې، د تېرېدو لارې (چې له ۲۰۰۱ کال وروسته یې بندې کړې وې) لکه توپخانه/ شاه سلیم کوتل، د نورستان کامدېش او نورې هغه لارې چې زیاتره یا د طالبانو تر کنټرول لاندې وې یا د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه دې ته چمتو نه وو چې یادې سیمې تر پوښښ لاندې راولي او بېرته یې پرانیزي او د سیمه ایزو او د سیمې بهر منطقو څخه د تروریستي ډلو مرکزونو د دې فرصت وموند چې افغانستان ته ننوځي او د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د سیمه ایزو پټنځایونو څخه کار واخلي. له دې سره سره چې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د دغو ډلو د ځپلو په مقصد په لسګونو بريالي عمليات ترسره کړل، خو له بده مرغه د ملي یووالي حکومت له جوړېدو او د افغانستان د سیاسي مشرانو د نویو لومړیتوبونو او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په جوړښتونو او چارو کې د سیاسي مداخلو او د مشرانو د کړکېچونو له رامنځته کېدو وروسته، لکه څرنګه چې لازمه وه چې باید دې پدیدې او د هغې څخه رامینځته شوي خطرونو او ګواښونو ته پاملرنه شوی وای ونشوه.
د معلوماتو پر بنسټ، له طالبانو سره د ژورو او ایډیالوژیکو اړیکو د لرلو له امله د بهرنیو ترهګرو ډلو زرګونه غړي په بېلابېلو ډلو او جوړښتونو کې د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې راټول دي، ډیرو یې د تذکرو په ترلاسه کولو او د نومونو په بدلولو او نږدې اړیکې او همغږۍ په شتون سره د مهمو عناصرو په حفاظت چې د طالبانو یوې برخه په توګه وجود لري او فعاله ده. د روان ناورین د ژوروالي او پراخوالي له امله چې د سیمې او د سیمې څخه ورآخوا د ګواښونو د ښه پوهیدو لپاره به زه د دې ډلو ځینې یې په لنډ ډول معرفي کړم:
مرکزي القاعده (AQC) او د جیش النصر په نوم د هغې نظامي څانګه چې شاوخوا 300-۴۰۰ جنګیالي لري او د فعالیت ساحه یې ۱۵ ولایتونه دي چې د ډېرو په هکله یې د حقاني شبکې لخوا راپور ورکړل شوی. د ایمن الظواهري له مړینې وروسته، د دوي د نوي مشر ټاکل نه دي څرګند شوي، او د القاعدې د راتلونکي مشرتابه د ټاکلو لپاره دوه رایې شتون لري، یو د انفرادي مشرتابه یا هم ډله ایز مشرتابه ټاکل دي. د مرکزي مشرتابه لپاره، سیف العدل نوم ډیر یادېږي، او د جماعي / شورا مشرتابه لپاره، سیف العدل، شیخ حمزه، شیخ عبدالکریم المصري، ابو عبیده، شیخ عبدالرحمن او شیخ عکرمه یاد شوي.
د هند برصغیر د القاعدې څانګه (AQIS) چې د هند، بنګله دیش، سریلانکا، پاکستان او یو شمیر افغانانو او نورو هیوادونو شاوخوا ۵۰۰-۶۰۰ جنګیالي لري او یو مهم او مشهور مشر یې له پاکستانه اسامه محمود دی. د دوی پټنځایونه او فعالیتونه تر ډېره په زابل، غزني، هلمند او پکتیکا ولایتونو کې دي.
د داعش خراسان څانګه چې مشري یې ثناالله غفاري/ابو شهاب المهاجر کوي، شاوخوا ۴۰۰۰ تر ۴۵۰۰ پورې جنګیالي لري، چې د فعالیت زیاتره سیمې یې د افغانستان په ختیځو او شمالي ولایتونو او د افغانستان په ښاري سیمو کې دي. د افغانستان د حزب التحریر او جمعیت اصلاح او سلفیانو د فعالیتونو په بندیدو سره د دغو ډلو د یو شمیر غړو د داعش له خراسان څانګې سره د یوځای کیدو احتمال زیات شوی دی.
د پاکستان طالبانو تحریک (TTP) چې اوس مهال د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نورعلي مسعود په مشرۍ فعالیت کوي، شاوخوا ۶۰۰۰-۶۵۰۰ جنګیالي لري. د پاکستان طالبانو په ۲۰۰۸ کې (په اسلام اباد کې د لال مسجد له پېښې وروسته په ۲۰۰۷ کال کې د جنرال پروېز مشرف په وخت کې) د دې لپاره چې پاکستاني جنګیالي یوځای شي او د MI (د پاکستان د نظامي استخباراتو) تر مدیریت لاندې په افغانستان کې دننه خپل فعالیتونه متمرکز کړي او د اکرام الدین په نوم یو افسر د بیت الله مسعود تر مشرۍ لاندې، چې د اکرام الدین زوم هم و، تشکیل شو او د سویلي وزیرستان په مکین سیمه کې د عملیاتو هغه افسانه چې ۳۰۰ پاکستاني سرتېرو په تسلیمېدو سره رامنځته شوه او د شهرت اوج ته ورسېد. وروسته له هغه چې بیت الله مسعود ووژل شو او حکیم الله مسعود د پاکستان د پوځي استخباراتو د خوښې خلاف د دغې ډلې مشر وټاکل شو، تحریک طالبان پاکستان نور هم منسجم شو او د پاکستان د مشهور جنرال کرنل امام/سلطان امیر تارر تر وژلو وروسته، لکه څنګه چې ویل کیږي (د مار نیوونکې مرګ د مار څخه وي!) د حکیم الله مسعود او پاکستاني پوځ ترمنځ دښمني اوج ته ورسېده او د ځینو سیمه ایزو ترهګرو ډلو سره په همغږۍ کې، هغه د خپلو بریدونو ډیری تمرکز په پاکستان کې دننه اهدافو باندې وکړ.
د ازبکستان اسلامي تحریک (IMU) چې د القاعدې یو له مهمو متحدینو څخه دی، په څو پړاوونو کې د دوی مهم مشران ووژل شول او تر یوه حده کمزوري شول، خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته بیا دا ډله بیا فعاله شوه او د ځینو راپورونو له مخې، د عزیز یلداش له وژل کېدو وروسته طارق یلداش د دغې ډلې مشر ټاکل شوی دی. د دغې ډلې د غړو شمېر له ۱۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې ویل کېږي او د فعالیت ځایونه یې د افغانستان شمالي او شمال ختیځ ولایتونه دي.
د ترکستان حزب اسلامي (TIP/ETIM) شاوخوا ۷۰۰-۸۰۰ چینایي اویغور جنګیالي لري او د دوی دوه مهم مشران حاجي فرقان او شیخ ابوذر په شمال او شمال ختیځو سیمو کې فعال دي.
د امام بخاري کتیبه چې د دلشاد دهقانوف په مشرۍ په غور، بادغیس او کله ناکله د کندز او بدخشان په ولایتونو کې فعالیت لري، شاوخوا ۱۰۰-۱۵۰ جنګیالي لري.
د يادو ډلو تر څنګ د منځنۍ اسيا په هېوادونو پورې اړوند نورې ترهګرې ډلې لکه جماعت انصار (تر ډېره له تاجکستانه)، جندالله، جندال خليفه (تر ډېره له قزاقستانه)، د اسلامي جهاد ډله (تر ډېره له قرغزستانه) د علم بیګ محمدوف په مشرۍ او تحريک طالبان تاجکستان د مهدي ارسلان/محمد شریفوف په مشرۍ د ۲۰۰-۳۰۰ کسانو ترمنځ په ډلو کې د شمال او شمال ختیځ سیمو کې فعال دي.
د یادولو وړ ده چې پاکستاني ترهګرې ډلې چې مهمې ډلې یې لشکر طیبه، جیش محمد، مجاهدین البدر او حرکت المجاهدین دي او د دوی زیاتره فعالیتونه د هند په کشمیر کې متمرکز دي. د افغانستان ختیځو سیمو ته تللي او په آزادنه ډول فعال شوي دي. همدارنګه د جیش العدل ډله د ایران په خاوره کې د اهدافو په لرلو او له طالبانو سره د نږدې اړیکو په جوړولو سره وده او فعالیت کوي.
ګرانو حاضرینوو!
په داسې حال کې چې ډېر لاملونه شته چې د افغانستان اوسنی وضعیت یې رامنځته کړی، خو زما په اند په تېرو څلورو لسیزو کې ګډ لاملونه په افغانستان کې د څلورو حکومتونو د سقوط لامل شوي دي.
اصلي لاملونه په لاندې ډول دي:
موږ معمولا د افغانستان داخلي جوړښتونو ته له پام نه کولو پرته له بهره د سیاسي سیسټمونو او حکومتونو په کاپي کولو باندې ډېره تکیه کوو.
له بده مرغه، زموږ ګاونډیان، کله ناکله نړیوال ملګري، د افغانستان د تش په نامه ډېر کم شمیر مشران چې پر بهرنیانو تکیه کوي او دوی د افغانستان له ستونزو ډېر لږ خبر وي او تکیه پرې کېږي.
له بده مرغه، زموږ ځینې ګاونډیان چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د همکارۍ عامو بیانیو په ورکولو سره سره په افغانستان کې د نیابتي ډلو ملاتړ/دودولو ته دوام ورکوي، په ځانګړې توګه، د افغانستان یو ګاونډی چې په افغانستان کې د سخت دریځو عناصرو د ملاتړ اوږده مخینه لري او په فعاله توګه یې په افغانستان کې منځلاري عناصر کمزوري کړي دي.
د هغو درسونو په رڼا کې چې موږ زده کړل، زه غواړم خپله وینا په لاندې ډول پای ته ورسوم:
افراطیت یوازې د افغانستان په پولو پوري محدود نه دی، بلکې دا ثابته شوې چې له طالبانو سره د سولې هر ډول یو اړخیزه هوکړه به د یوه نسل ذهنیت ته بدلون ورنکړي. پرته له دې چې په ټوله کې د يادو شویو افراطي ډلو/ځواکونو د سولې ضد څېرې په رسميت وپېژندل شي او د حقايقو له منلو پرته د سولې هېڅ پروژه او هڅه مطلوبه پايله نشي لرلای؛ بلکې دا به د افغانستان لپاره د څلورو لسیزو ویجاړیو د هماغه خونړۍ دورې تکرار وي.
زه دلته هم ټینګار کوم چې موږ د جیوپولیټیک موخو لپاره د «ښو» افراطیانو او «بدو» افراطیانو ترمنځ توپیر نشو کولی.
موږ باید پوه شو چې د بهرنیانو لخوا په افغانانو تپل شوي سیاسي فورمولونه او سیاسي مشران کار نه ورکوي او موږ باید د داسې یو بستر د جوړولو هڅه وکړو چې د افغانانو اصلي آواز پورته او په افغاني ټولنه کې ریښې ولري، د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه پریکړه کول او دا حقیقت او پوهه چې د هرې ډلې لخوا د واک انحصار د ناورین او د شخړو د دوام لپاره یو جوړښت دی او باید مخنیوی یې وشي.
مننه!
* د هرات امنیتي غونډې په لسمه ناسته کې د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل د وینا متن.