د بې پولې خبریالانو سازمان د خپل کلني راپور په خپرولو سره، په ۲۰۲۲ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زياتېدو خبر ورکړی دی.
بې پولې خبریالانو د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر پر ۱۴مه، په ټوله نړۍ کې د خبریالانو د فعالیتونو په تړاو خپل کلنی راپور خپور کړ.
د بې پولې خبریالانو د راپور له مخې، په روان کال کې ۴۷ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۶۵ خبریالان یرغمل شوي، ۵۳۳ خبریالان په بند کې دي او ۴۹ نور لادرکه دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال سره د ۲۰۲۲ کال د شمېرو پرتله کول ښيي، چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۱۳،۴ سلنه ډېر شوی دی.
د دغه سازمان په وینا، په نړۍ کې د زنداني خبریالانو ۱۵ سلنه ښځې دي.
چين د ١١٠ خبريالانو او ايران د ٤٧ خبريالانو په زنداني کولو سره هغه هېوادونه دي، چې تر ټولو زيات زنداني خبريالان لري.
د بې پولې خبریالانو سازمان دغه راز ویلي، چې د خبریالانو د وژل کېدو ۶۰ سلنه پېښې په هغو هېوادونو کې شوي، چې په سوله کې دي او د امریکا وچه په ۲۰۲۲ کال کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناکه سیمه بلل شوې ده. دغه وچه په ۲۰۲۲ کال کې د وژل شویو خبریالانو ۴۷.۴ سلنه جوړوي.
که څه هم په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له ډول ډول سانسور، ګواښونو او محدودیتونو سره مخ شوي، خو د بې پولې خبریالانو په کلني راپور کې ورته هېڅ اشاره نه ده شوې.