۸صبح، غزني: غزني کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د خپل وراره له خوا د یوه سړي د وژل کېدو خبر ورکوي.
ځایي سرچینې وایي، چې دغه پېښه دوشنبه ناوخته د مرغومي پر نولسمه نېټه د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ په ناني سیمه کې شوې ده.
د سرچینو په وینا دغه کس له لفظي شخړې وروسته د خپل وراره له خوا په چاړې وهل شوی او مړ شوی دی.
غزني کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي د دې پېښې په تایید وایي، چې د قاتل د نیولو هڅې روانې دي.
د ویلو ده، چې له دې مخکې هم په اندړ ولسوالۍ کې یوه هلک خپل پلار وژلی و.