وروستیو ورښتونو او په غزني کې تاریخي او کلتوري ابدو ته د طالبانو د بېپامۍ له کبله په دغه ولایت کې د لرغونې کلا ځینې برخې نړېدلې دي. له دغې تاریخي کلا په اخیستل شویو انځورونو کې ښکاري چې څو برجونه یې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي. د غزني لرغونې کلا چې په «زاړه ښار» هم پېژندل کېږي، د هېواد د کلتوري میراث یوه برخه ګڼل ده. د روایاتو له مخې، دا تاریخي کلا څه باندې زر کاله مخنیه لري. دا کلا د غزني ښار مرکز په ۸۰ هکټاره ځمکه کې په یو لوړ ځای کې اباده شوې ده. دا لرغونې کلا ۳۴ برجونه او څلور دروازې لري چې د تاریخي روایاتو پر بنسټ، د غزني ټول اوسېدونکي پکې استوګن و.
د غزني يو شمېر اوسېدونکي د تاريخي ابدو د ساتنې په برخه کې د طالبانو پر کمزورو کړنو د نیوکې ترڅنګ وايي چې په تېره يوه اوونۍ کې د غزني د تاريخي کلا د دېوال يوه څنډه او دوه برجونه نړېدلي او يو شمېر نور یې د پرځېدو په حال کې دي. د غزني دا اوسېدونکي ټينګار کوي چې د دغو برجونو پر بام د اوبو او واورې او پر دغې سیمې د طالبانو نه څار د دې لامل شوی چې په خبره یې، دا لرغونې کلا زیانمنه شي. دوی باوري دي چې که حالت همداسې دوام وکړي، ښايي دا کلا په بشپړ ډول له منځه لاړه شي.
۸صبح ورځپاڼې ته د دغې کلا د دېوال او برجونو د نړېدلو برخو په انځورونو کې لیدل کېږي چې په چت کې د اوبو ټولېدل او برجونو ته یې د ننوتو له امله دا تاریخي کلا زیانمنه شوې ده.
د غزني اوسېدونکی مرتضی وايي چې وروستیو ورښتونو د غزني زاړه ښار ځينو دیوالونو او برجونو ته زیان اړولی دی. نوموړی زیاتوي: «دیوال د شپې له خوا نړېدلی دی. د نړېدلي ځای په څو نورو برخو کې هم درزونه لیدل شوي، که پام ونه شي، په بشپړ ډول به ویجاړ شي. پخوا دلته [لرغونې کلا] ځیني کسان ګومارل شوي و چې وخت ناوخت یې برجونه کتل. اوس د برجونو په سر کې د اوبو وتلو لار نه شته او د باران اوبه یې دننه ننوتلي دي.»
د غزني دا اوسېدونکی په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې له طالب چارواکو غواړي چې له تاریخي سیمو سره ناپامي او ایډیالوژیک چلند ونه کړي. نوموړی وايي: «زموږ غوښتنه د غزني له اطلاعاتو کلتور ریاست او د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه دا ده چې پاملرنه وکړي. د غزني زوړ ښار ټوله دنیا پېژني چې یو لرغونی ځای دی او هڅه دې وشي چې ډېر زیانمن نه شي او زیانمن شوي ځایونه دې بیا ورغول شي.»
غزني د لرغونو تاریخي ځایونو په لرلو په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د اسلامي همکاریو سازمان له خوا د «اسلامي نړۍ کلتوري مرکز» په نوم ونومول شو. پخواني حکومت هم د غزني د زاړه ښار د برجونو او دېوالونو د رغولو په ګډون د دغه ولايت د يو شمېر تاريخي ابداتو د بيارغونې چارې پېل کړې وې.
د غزني اوسېدونکي وايي چې د دغه لرغوني ځای د ساتنې په موخه شوي کارونه بسنه نه کوي. د هغوی په خبره، هر کال د دغې کلا د ویجاړېدو راپورونه رسنیز کېږي او خلک یې هم له نږدې ګوري چې په غزني کې تاریخي ځایونه مخ په ورکېدو دي. هغوی ټینګار کوي چې د غزني د زاړه ښار ساتنه د اړوندو کورنیو او بهرنیو بنسټونو لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.
د غزني اوسېدونکي وايي چې په تېر یو کال کې د غزني لرغونې کلا له پامه لوېدلې او هېڅ بنسټ د دغې کلا د ساتنې مسوولیت نه اخلي. هغوی زیاتوي چې تاریخي او کلتوري میراثونو ته د طالبانو له نه پاملرنې اندېښمن دي.
بل پلوه، د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست طالب چارواکو په دغه ولایت کې له اړوند سیمهییزو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د لرغونو ابدو د ویجاړېدو خبره یې په کابل کې له خپلو لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړې او ډېر ژر به د دغې کلا د بیارغونې چارې پېل کړي.
د یادونې ده چې د تېرو څو کالو په اوږدو کې طبیعي پېښو او ورښتونو د دغې لرغونې کلا د ۳۴ برجونو له ډلې شپږ نړولي او که پام ونه شي، ښايي نور برجونه یې هم ونړېږي.