د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی د سمنګان ولایت د کلیوالو سیمو د اوسېدونکو یوه لویه ستونزه ده. د دغه ولایت د ولسوالیو اوسېدونکي له کلونو راهیسې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. هغوی خپلې اړتیاوې په حوضونو کې د ډنډو شویو اوبو او د کاریزونو د اوبو په کارولو سره پوره کوي . د دغه ولایت د کلیوالو سیمو اوسېدونکي د ناپاکو اوبو د کارونې له امله د ساري ناروغیو له زیاتوالي شکایت کوي او له مسوولینو غوښتنه کوي، چې دغې ستونزې ته مناسبه حل لاره ومومي. روغتيايي کارپوهان وايي، چې د څښاک د پاکو اوبو نشتوالى د دې لامل کېږي، چې د دغه ولايت اوسېدونکي هر کال په بېلابېلو موسمونو کې پر نسناستې، وچکۍ، او ورته نورو ناروغیو اخته شي. د هغوی په وینا، ډنډې شوې اوبه تر ډېره ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته زیات زیان رسولای شي.
د سمنګان د درې صوف ولسوالۍ اوسېدونکي خيرالله خيرخواه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي «موږ کليوال د واورې او باران ډنډې شوې اوبه د څښکاک د اوبو لپاره کاروو.» خيرالله څرګنده کړه، چې د واورې او باران د اوبو د زېرمه کولو لپاره د غرونو په لمنو کې له ١٥ تر ٢٠ مترو ژورې زېرمې کني او په سمنټو يې پلستر کوي، څو زېرمه شوې اوبه د ځمکې تل ته ولاړې نه شي. دغه زېرمې د سمنګان په کلیوالو سیمو کې د «کند یا کنداب» په نوم یادېږي.
د حضرت سلطان ولسوالۍ د قفلاني کلي اوسېدونکی شاه اغا وايي:«له څو کلونو راهیسې وچکالي پر موږ اغېز کړی دی. اوسمهال موږ په دغه کلي کې د مالدارۍ او کرنې لپاره کرنیزې اوبه نه لرو، دا خو پرېږده چې د څښاک روغتیايي اوبو ته لاسرسی ولرو.» شاه اغا وایي چې د اړتیا په صورت کې مجبور دي چې اوبه وپېري. د هغه په وينا، په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ویالو يو ټانکر اوبه (١٠٠٠ لېټره) په ١٥٠ افغانۍ او د څاه يو ټانکر اوبه په ٢٥٠ افغانۍ پلورل کېږي. د هغه په وينا، هره کورنۍ په اونۍ کې دوه يا درې ټانکره اوبو ته اړتیا لري.
د فېروزنخچیر ولسوالۍ د کلیو اوسېدونکي هم ورته کیسه لري او د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکې صديقه او کورنۍ يې له کلونو راهيسې د څښاک له ناپاکو اوبو کار اخلي. صدیقه وايي چې د پخلي او څښاک لپاره د ویالې اوبه کاروي. هغه هم د ویالو د اوبو پر کارولو خوښه نه ده او زیاتوي: « ډیر کله د اوبو په ګیلاس کې خاوره او خځلې وینو، خو د دغو ناپاکو اوبو څښل د ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره عادي خبره ده.»
د يوي پراختيايي شورا مشر هدایت الله وايي، هغه اوبه چي د باران او واورو له ورېدو وروسته د دې ولسوالۍ په کندو کې زېرمه کېږي، په مياشتو مياشتو هلته ساتل کیږي او بيا يې خلک د اړتيا پر مهال کاروي. د پراختيايي شورا دغه رييس هم مني چې د کندو اوبه روغتیايي نه دي، خو خلک د مجبوريت له امله ترې ګټه اخلي.
بلخوا، د سمنګان ولایت د کلیوالو سیمو اوسیدونکي له ځایي چارواکو غوښتنه کوي چې د څښاک د پاکو اوبو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي. ځکه سمنګان د اوبو له سطحې لوړ دی او تر ځمکې لاندې ان تر ۲۰۰ مترۍ پورې اوبه نه لري. د ژورو څاګانو کیندل ډېر لګښت لري چې د سمنګان د ولسوالیو د اوسیدونکو له وسه پورته خبره ده. که څه هم ومو غوښتل چې د سمنګان د کليوالو سیمو د اوسېدونکو د دې شکايت په تړاو د وسله والو طالبانو د ځایي چارواکو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره بريالي نه شوو.
د رپوټونو له مخې، کله ناکله د سمنګان ولایت د ولسوالیو د اوسېدونکو په منځ کې مزمنې ناروغۍ خپرېږي. په وروستیو میاشتو کې د دغه ولایت په ولسوالیو کې د کولرا ناروغي په بې ساري ډول زیاته شوې ده. د «درې صوف پایین» ولسوالۍ د شل بستریز روغتون د ډاکټرانو د معلوماتو له مخې، یوازې په دې ولسوالۍ کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان پر کولرا اخته شوي دي. ډاکټران وايي، د دې ناروغۍ د خپرېدو یو لامل د ناپاکو اوبو کارول او د څښاک د روغتایي اوبو نشتوالی دی. د سمنګان د نورو ولسواليو ډاکټران هم وايي، چې د ګرمۍ په موسم کې د ناروغيو خپرېدل ډېرېږي، چې ډېرى روغتيايي مرکزونه د ناروغانو د درملنې لپاره د بسترونو له کمښت سره مخ کیږي.
د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سمیع الله ټینګار کوي چې د سمنګان ولایت په کلیوالو سیمو کې د ډېرو ناروغیو د خپرېدو لامل د ککړو او ناپاکو اوبو کارول دي. هغه د مزمنو ناروغيو د زياتوالي د مخنيوي لپاره د سمنګان اوسېدونکو ته سپارښتنه کوي، چې له جوشو کړو اوبو ګټه واخلي. خو د سمنګان د کليوالو سیمو اوسېدونکي وايي، چې د ناسم اقتصادي وضعيت له امله له جوشو شویو اوبو ګټه نه شي اخیستلای. هغوی وايي چې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو د یو ټانکرو اوبو اخیستل ورته ګران کار دی، نو څنګه کولا شي د اوبو جوشولو لپاره لرګي یا ګاز واخلي؟
پنځه کاله وړاندې هم د سمنګانو د مرکز اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ وو. خو د شمال زون د اوبو رسونې دولتي شرکت پنځه کاله وړاندې هر کورته د اوبو رسونې د شبکې د پروژې په پلي کولو سره د ایبک ښار د څه باندې ۳۰ زره کورنیو دغه ستونزه هواره کړه. د سمنګان د ولسواليو اوسېدونکي لا هم له دې ستونزې سره مخ دي. سمنګان د ايبک ښار په ګډون اته اداري واحدونه لري، چې په ٦٧٤ کليو وېشل شوي دي. د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي کلیوال دي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.