تېره شپه طالبانو د کونړ پر غازي اباد ولسوالۍ او ګڼ شمېر امنیتي پوستو جګړه کړې، چې د اسداباد – غازي اباد لاره یې هم تړلې ده.
د کونړ امنیه قوماندان جنرال محمدیوسف مظلوم یار او نور ځواکونه سیمې ته رسېدلي او طالبانو سره د شپې له دولسنیمو بجو تر سهار درې پورې سخته جګړه شوې ده.
قوماندان محمدیوسف مظلوم یار ۸صبح ته وويل، چې بریدونه په شاه تمبول شوي او لږ تر لږه ۲۵ طالبان وژل شوي او ټپیان دي.
مظلوم یار وایي، طالبانو د غازي اباد لا ه هم تړلې او ماينونه يې په کې ښخ کړي دي.
قوماندان محمدیوسف ۸صبح ته وویل: «تېره شپه سخته جګړه وشوه، د طالبانو ترهګرو جسدونه هم پاتې دي، اوس جګړه ارامه ده، دوی د غازي اباد لره کې ماينونه ايښي دي او لاره يې د ولسونو پرمخ تړلې ده، خو مونږ به دوی ته هېڅ وخت ور نه کړو».
د جګړې له سیمې یوې بلې امنیتي سرچینې بیا ۸صبح ته وويل، چې جګړه د شپې دولس نيمې بجې پیل او تر دریو بجو یې دوام وکړ، چې د ۱۸ طالبانو جسدونه یوازې د جګړې ډګر کې ترې پاتې دي.
سرچینه وایي، جګړه تر ډېره د «جلاله» پر امنیتي بېز وه، چې په کې شاوخوا ۲۰ طالبان ټپیان شوي او دغه راز د سیمه يیزې اردو یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د کونړ والي اقبال سعید هم ۸صبح ته منلې، چې طالبانو د غازي اباد لاره د ولسي خلکو پرمخ تړلې او ماينونه یې ځای پر ځای کړي.
والي اقبال سعید وایي، څه بمونه امنیتي ځواکونو خنثی کړي او د لارې خلاصون په موخه هڅې روانې دي.
سعید وویل: «د ولسي خلکو پر مخ لاره تړلې ده، دا تېره شپه هم جګړه شوې تلفات هم لري، زمونږ کشفیان بوخت دي او په ارقامو کار کوي، د لارې په اوږدو کې ۹ بمونه خنثی شوي او لا هم کار روان دی».
د کونړ غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو یوه لاره ده، چې تر دې وړاندې هم پرې حکومتي مامورینو او عسکرو تګ راتګ نه شو کولای.
د معلوماتو له مخې په دې لار نږدې سل کسان، چې عسکر او يا هم دولتي ملکي مامورین ،، د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
د سيمې خلک غوښتنه لري، چې د لارې خلاصون په موخه دې اساسي کار وشي او د امنیتي ځواکونو پوستې دې ځای پر ځای شي.