۸صبح، غور: په غور کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو کس خپل پلار وژلی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې چې دا پېښه سهشنبه د کب پر ۱۵مه د تیورې ولسوالۍ په «یامان» کلي کې شوې ده.
دا کس «مولوي دلاور» نومېده او له لفظي شخړې وروسته د خپل زوی له لوري په «تبر» ووژل شو.
طالبانو تر دې دمه څه ویلي نه دي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې کورنی تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
له دې وړاندې د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په «وایګل» سیمه کې هم زوی خپل پلار په «تبر» وژلی و.