د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د روسیې او اوکرایین ترمنځ جګړې ته په اشارې ویلي چې جګړه د اروپا ګډې خاورې ته رسېدلې ده.
د یورو نیوز د راپور په حواله، مکرون دا څرګندونې سهشنبه د مارچ پر ۵مه د چک جمهوریت پلازمېنې پراګ ته د خپل سفر په لړ کې هلته مېشتو ځینو فرانسوي کډوالو سره په کتنه کې کړې دي.
د نوموړي په خبره، په داسې حال کې چې ځينې زبرځواکونه د نه تم کېدو وړ شوې دي، د هرې ورځې په تېرېدو د بریدونو ګواښونه ډېروي.
هغه زیاته کړې: «موږ په باوري توګه د معاصرې اروپا یوې داسې شېبې ته نږدې یو، چېرې چې غوره دا ده هر ډول وېره او ډار څنګ ته کړو.»
تمه کېږي چې مکرون به پراګ ته د خپل سفر په لړ کې د چک جمهوریت له چارواکو سره د هغه پلان په اړه هم خبرې اترې وکړي چې تېره میاشت د دغه هېواد له لوري اعلان شوی، څو له درېیمو هېوادونو څخه اوکرایین ته په سمدستي ډول د سلګونه زره مرمیو او وسلو د پېر لپاره لار هواره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو په حواله، دمګړۍ روسیې د اوکرایین یو پر پنځمه برخه خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.