۸صبح، کابل: سیمهییزې سرچینې او طالب چارواکي وايي چې په غور، بادغیس، هلمند او کندهار کې د سېلابونو راوتلو او ځمکې ښوېدو له کبله درې کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
سرچینو شنبه د وري پر ۲۵مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې سېلاب یو ۱۳ کلن هلک وړی دی.
دا پېښه هغه مهال شوې چې د نوموړي «زرنج» مقر ولسوالۍ ته څېرمه په سېلابي اوبو کې راګیر شو.
ورته مهال، په هلمند او کندهار کې هم سرچینو ویلي چې په دغو ولایتونو کې د ځمکې ښوېدو له کبله دوه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
د دغو پېښو قربانیان بیا ماشومان او ښځې ښودل شوي دي.
بل پلوه، په غور کې د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس ویلي چې په دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له کبله د څلورو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
د نوموړي په خبره، د شهرک، تولک او ساغر ولسوالیو لارې په «ګزک» سیمه کې او دغه راز له فیروزکوه څخه تر چهارسدې ولسوالۍ پورې لار بیا «دره کرګوش» سیمه کې تړل شوې ده.
وروستیو ورښتونو د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.