۸صبح، میدانوردګ: په میدانوردګ کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې په دغه ولایت کې د ناچاوده لاسي بم چاودنې یو ۱۷ کلن هلک مړ کړی دی.
نوموړې قوماندانۍ چهارشنبه د غبرګولي پر ۲مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه پرون د سیداباد ولسوالۍ په پټانخېل کلي کې شوې ده.
د خبرپاڼې په حواله، لاسي بم په سیمه کې له تېرو جګړو پاتې و او هغه مهال وچاود چې دغه هلک غوښتل کور ته یې یوسي.
له دې وړاندې هم په هېواد کې ورته پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
څو ورځې وړاندې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ناچاوده هاوان مرمۍ په چاودنه کې خاوند او مېرمنې یې ژوند بایللی و.
څه موده وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي و چې په هېواد کې د تېرو څو لسیزو جګړو پاتې شونو ماینونو په چاودنو کې نږدې ۴۵ زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دغه بنسټ ویلي چې لا هم ماینونه او ناچاوده توکي د افغانانو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ګواښي.