۸صبح، میدان وردګ: په میدان وردګ کې سیمهییزې سرچینې خبر ورکوي چې د کابل-بامیان لویه لاره د تګراتګ پرمخ تړل شوې ده.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دغه لویه لاره له تېرې سېشنبې د کب ۲۲مې راپدېخوا په کوتل «حاجيګک» سیمه کې د ډېرې واورې ورېدو له کبله د تګراتګ پر مخ تړل شوې ده.
ورته مهال، د طالبانو د بامیان ولایت د فواید عامې ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې دې پر دغې لارې تګراتګ نه کوي.
د سالنګ لویه لاره له تېرې شپې راپدېخول د ډېرې واورې او قوي توپان له کبله د تګراتګ پرمخ شوې ده.