د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر اعلان وکړ چې له هېواده د محمد اشرف غني او نورو مسوولو چارواکو له وتلو وروسته، د حامد کرزي، ګلبدین حکمتیار او عبدالله عبدالله په غړیتوب د همغږۍ شورا جوړه شوې ده.
ددغې شورا جوړېدل د ګډوډۍ د مخنیوی او د سولې اړوندو چارو او د واک د سوله ییز لېږد لپاره بلل شوې دي.
دغې شورا د حکومت له امنیتي ځواکونو او د طالبانو د اسلامي تحریک له غړو غوښتي چې د نښتو، ګډوډۍ او د نامسووله وسله والو د کړنو مخه ونیسي.