په هېواد کې تر وروستیو بدلونونو وروسته ګڼ هېوادوال چې له دې وړاندې یې په بېلابېلو برخو کې د کار کولو له لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې برابرولې، اوس یې ژوند له ننګونو سره مخ دی او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.
په دې راپور کې مو د هغې یوې کورنۍ ژوند انځور کړی، چې د بېوزلۍ له امله دې ته اړ شوې، چې خپلې دوې لوڼې وپلوري او په پیسو یې پاتې بچیانو ته خواړه برابر کړي.
د ننګرهار د جلال اباد ښار په اتمه حوزه کې د خټو په یوه جونګړه کې هغه دوولس کسیزه کورنۍ اوسېږي، چې سرپرست یې بې وسه شوی او له بېوزلۍ ډک او تریخ ژوند تېروي.
نېک محمد له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، اوس دې ته اړ شوی، چې د نهارو ګېډو مړولو لپاره خپلې لوڼې وپلوري.
دا کورنۍ چې ۱۲ ماشومان لري، مشرانې یې نجونې دي او د دوی په سترګو کې د ناهیلۍ او بې وسۍ اوښکې او په څېرو کې یې د بېوزلۍ او ناچارۍ نښې له ورایه ښکاري؛ خو د دې ټولو ناخوالو بار اوس د دغو دوو نجونو پر اوږو بار دی.
د دې کورنۍ ماشومان هره ورځ په کلي کې د خېرات ټولولو لپاره د خلکو دروازې ټکوي؛ خو ډېر کله له رټلو وروسته تش لاس کور ته ستنېږي.
د کورنۍ مشرې نجونې چې اوس د خېر ټولولو نه دي؛ خو د کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره کرۍ ورځ په کلي کې کاسه په لاس هرې دروازې ته ولاړې وي.
نېک محمد چې د دې کورنۍ سرپرست دی، ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، وزګارتیا او بېوزلۍ یې ژوند دومره تریخ کړی، چې د وږو ماشومانو لپاره دروېزې ته اړ شوي دي.
نوموړی وايي: «وزګارتیا او بېوزلۍ سخت پوروړی کړی یم، اوس دومره اړ شوی یم، چې د پور خلاصولو لپاره خپلې کم عمره لوڼې وپلورم، ځینې کسان چې پوروړی یې یم، د خپلو پیسو په بدل کې زما لوڼې هم رانه غواړي.»
هغه زیاتوي، دوه درې کسانو رانه لوڼې په دېرش او څلوېښت زره افغانیو وغوښتې او زه مجبور وم، چې ورکړی مې وای؛ خو مېرمن او لوڼو مې وویل که تا دا کار وکړ، موږ به زهر وخورو او ځانوژنه به وکړو.
حیا چې د نېک محمد مشره لور ده، له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وایي، ورور یې نشته او پلار یې وزګار دی، ځکه خو ژوند پېټی د هغې پر اوږو بار دی.
حیا زیاتوي: «پلار مې هغو کسانو چې پیسې یې ترې پور کړې، دومره مجبور کړی، چې د پور په بدل کې یې لوڼې ترې غواړي. پلار مې هم د دوی غوښتنه ومنله؛ خو ما ورسره نه ده منلې او ویلي مې دي، چې که دې د پور په بدل کې ورکړم، ځانوژنه به وکړم.»
حیا وايي، لا یې د ژوند هېڅ مزه د غربت له امله نه ده څکلې او ډېر کله یې پردۍ دروازې په دې موخه ټکولې، چې ګوندې خېرات ورکړي، تر څو یې خپلو کوچنیو لوڼو او وروڼو ته وروړي.
هغه په خورا غمجنه بڼه د خپلو هیلو په اړه وايي او زیاتوي چې نه غواړي د پور په بدل کې ورکړل شي.
نوموړې وایي، که یې څوک د کورنۍ لاسنیوی وکړي او پور ورته خلاص کړي، د دې ژوند به وژغوري او د څو پیسو په بدل کې به نه پلورل کېږي.
اخوا، د حیا مور صابره هم وایي، نه یې لورېږي چې کم عمره لوڼې یې د پور د پرېکون لپاره وپلورل شي.
صابره زیاتوي: «ډېر د غریبۍ ډک ژوند مو تېر کړی؛ خو اوس مې خاوند نورو مجبور کړی چې د پور په بدل کې یې لوڼې وپلوري؛ خو ما ورته ویلي که دې زما دا کم عمره لوڼې وپلورلې، زه به ځان ووژنم. نه غواړم کوچنۍ نجونې له ناوړه برخلیک سره مخ شي.»
نېک محمد وایي، کور کې خواړه نه لري، لوڼې یې په کلي کې د خیرات ټولولو لپاره ګرځي او ماښام یا تش لاس راشي یا یو څه له ځان سره راوړي، چې په هغه ګوزاره کوي.
هغه وايي: «ماشومان مې په کلي کې ټوله ورځ ګرځي؛ خو څوک هېڅ نه ورکوي او هغه غنم د خوړلو لپاره جوش کوو، چې څه موده وړاندې کلیوالو راکړي دي.»
نېک محمد وایي، که شتمن هېوادوال یې لاسنیوی وکړي او د کار زمینه ورته برابره کړي، خپلو بچیانو ته به یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي.
په افغانستان کې په دې وروستیو کې وزګارتیا زیاته شوې او ګڼ شمېر خلک له سختې بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي، چې ځینې ان د خپلو بچیانو پلورلو ته اړ شوي دي. په دغو کې یو شمېر ځانوژنه کوي او ځینې بیا په مرګونو لارو بهرنیو هېوادونو ته د کار په موخه سفر کوي.