په جوزجان، فاریاب او سمنګان کې د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې ماشومان د خوراکي توکو د ترلاسي لپاره د کورنیو پر یوې وسیلې بدلېدونکي دي. د دغو موندنو له مخې، یو کال کې له پنځو کالو کم عمره ۷۰ ماشومان پلورل شوې دي. ډېرو کورنیو د دې چارې لامل د بېوزلۍ او بیکارۍ زیاتوالی ښودلی دی.
په جوزجان، فاریاب او سمنګان کې د مرستندویه موسسو ځينو باوري سرچینو چې د دغو ولایتونو له اوسېدونکو سره له نږدې کار کوي، شمېرې څرګندوي چې په دې موده کې ۶۸ نوي زېږدلي او له پنځو کالو کم عمره کوچنیان چې شاوخوا ۷۰ سلنه یې نجونې دي، کورنیو یې د بېوزلۍ، بیکارۍ او کورني تاوتریخوالي له کبله هر یو له ۵۰ زرو تر ۷۰ زرو افغانیو پورې پلورلي دي.
سرچینې زیاتوي چې د بشري حقونو بنسټونو د څار نشتوالی او د طالبانو بندیزونه د دې لامل شوي، څو د ماشومانو د خرڅلاو کره شمېر له رسنیو او د ماشومانو د ملاتړ له بنسټونو سره شریک نه شي.
د World Vision موسسې یوې سیمهییزې کارکوونکې زرمینې حسني له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي، په سیمه کې له داسې کورنیو سره مخ شوې چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې خپل ماشومان پلورلي دي. د هغې په خبره، د جوزجان ډېری کلیوالو اوسېدونکو د خپلو ماشومانو پر پلور لاس پورې کړی دی.
مېرمن حسني وايي چې په شپږو میاشتو کې د جوزجان د خواجه دوکوه، درزاب، فیضاباد، قرقین او قوشتېپې ولسوالیو له ۱۵ کورنیو سره مخ شوې چې خپل ماشومان یې په ځانګړې ډول نوې زېږدلې او تر څلور کلنې نجونې یې د پیسو په بدل کې پلورلې دي.
د جوزجان د درزاب ولسوالۍ د یوې ولسي شورا رییس سید یاسین بېک وايي چې د کورنیو موسسو ځينې کارکوونکې د خپلو دندو د لایحې له مخې د بېوزله کورنیو له مېرمنو سره مصاحبې کوي او هغوی خپلې ستونزې د موسسو له سیمهییزو کارکوونکو سره شریکوي.
ورته مهال، د کورنیو موسسو ځينې کارکوونکې مني چې بېوزله کورنۍ ترې غواړي، څو د ماشوم د خرڅلاو لپاره ورته «پېرېدونکی» پیدا کړي.
عاقله (مستعار نوم) په فاریاب کې د یوې موسسې کارکوونکې ده. نوموړې وايي چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې د ماشومانو پلور په ځانګړې ډول له پنځو کالو کم عمره نجونو پلور د تېرو کلونو پرتله ډېر شوی دی. هغه زیاتوي چې د بېوزله کورنیو د ارزونې پر مهال له داسې ښځو سره مخ شوې چې د خپلو ماشومانو د پلور کېسې یې کړې دي. د نوموړې په خبره، «هغوی د خپلو کورنیو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره اړې شوې دي چې خپلې لوڼې وپلوري.»
مېرمن عاقله زیاتوي چې په تېرو پنځو میاشتو کې د فاریاب د شیرینتګاب، قرغان، قیصار، بلچراغ، ګرزیوان، اندخوی او المار ولسوالیو په کلیو کې د ماشومانو د پلور د ۲۱ پېښو شاهده وه.
ورته مهال د سمنګان په څلورو ولسوالیو کې موندنې ښيي چې د تېر کال پر مهال ۳۱ ماشومان چې ۲۳ یې له پنځو کالو کم عمره نجونې وې، د کورنیو له خوا پلور شوي دي.
خالده یعقوبي (مستعار نوم) د یوې کورنۍ موسسې سیمهییزه کارکوونکې ده. هغه وايي چې د دندې پر مهال له هغو بېوزله کورنیو سره چې خپل ماشومان یې پلورلي دي، غږېدلې ده. د هغې په خبره، ډېری دغه کورنۍ د بېوزلې او کورني تاوتریخوالي له کبله د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړې شوې دي.
مېرمن یعقوبي ادعا کوي چې په ۱۰ میاشتو کې له ۱۸ کورنیو سره مخ شوې چې خپل ماشومان یې له ۵۰ تر ۷۰ زرو افغانیو پورې پلورلي دي. د نوموړې د معلوماتو په حواله، د دغو ۱۸ ماشومانو له ډلې ۱۲ یې نجونې وې. هغې ادعا وکړه چې ځینو بېوزله کورنیو ترې غوښتي، څو د خپلو ماشومانو د پلور لپاره هغه کورنۍ وروښيي چې «ثوابي» ماشوم ته اړتیا لري.
شکیبا جسور یوه بله مېرمن ده چې د شپږو میاشتو په اوږدو کې د خرم و ساروباغ، دره صوف بالا، دره صوف پایین او فیروزنخچیر ولسوالیو له ۱۳ کلیوالو کورنیو سره مخ شوې چې خپل ماشومان یې پلورلي دي.
په سمنګان کې سرچینې ادعا کوي هغه جوړې چې اولاد نه درلود د بېوزله کورنیو ماشومان یې پېرلي او سیمه یې پرېښې ده. د سرچینو په خبره، دغو کورنیو د «پېرل شوي» ماشوم د له لاسه وتو له وېرې سیمه پرېښې ده.
د سمنګان یو اوسېدونکی چې ۱۰ کاله یې د واده کېږي او لا ماشوم نه لري وايي چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې خبر شو چې په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې یوه کورنۍ خپل ماشوم پلوري.
حمیدالله حیدري ښوونکی دی او ماشوم نه لري. هغه وايي: «شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې مې مېرمنې ته یو ګاونډۍ وویل چې د سمنګان په فیروزنجچیر ولسوالۍ کې یوه کورنۍ خپله ماشومه په ۶۰ زره افغانۍ پلوري. له خپلو خپلوانو سره له سلامشورو وروسته مې مېرمن د ګاونډي له ښځې سره د دغې کورنۍ لیدلو ته لاړه. له څو وارې لیدو کتو وروسته وتوانېدو چې نوې زېږدلې ماشومه په ۵۰ زره افغانیو نقدو پیسو واخلو.»
حیدري زیاتوي: «سره له دې چې زه او مېرمن مې له دې کاره خوښ یو او کولای شو ښه پالنه یې وکړو؛ خو راتلونکې کې له دې وېرې چې د ماشومې اصلي کورنۍ پښېمانه نه شي، له سمنګانه لاړو او یو بل ولایت کې مو ژوند پېل کړ او اوس له خپلې لور سره خوشاله ژوند لرو.»
ورته مهال ځینې مدني فعالان وايي: «ماشومان د خوراکي توکو د ترلاسي لپاره په وسیلې بدل شوي؛ ځکه له دې پرته به یې کورنۍ له لوږې مړې شي.»
رسول سادات په فاریاب کې یو مدني فعال دی. نوموړی وايي چې لوږه، بېوزلي او د زدهکړو ټيټه کچه د دې لامل شوې چې کورنۍ د خپل نس مړولو لپاره د خپلو ماشومانو له پلورلو پرته بل پروګرام ونه لري.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې واشنګتنپوسټ ورځپاڼې «په نوي افغانستان کې یا خپله لور وپلوره یا لوږه وزغمه» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړ چې پکې یې په افغانستان کې د ماشومانو د پلور له زیاتوالي پرده پورته کړې ده.
واشنګتن پوسټ لیکلي چې په افغانستان کې د کم عمره نجونو ودول زیات شوي او کورنۍ د خپلو نورو غړو لپاره د خوراکي توکو د تیارولو لپاره اړې دي، خپلې لوڼې د دوو تر درېیو زرو ډالرو په بدل کې وپلوري.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په دې وروستیو کې د «دوه کاله بیاکتنه: د افغانستان په اقتصاد کې بدلولونه، کورنیو او متقابلو برخو» تر سرلیک لاندې په یوه راپور کې ویلي چې شاوخوا ۶۹ سلنه افغانان د خپلو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړینو سرچینو ته لاسرسی نه لري.