۸صبح، لغمان: لغمان کې ځايي سرچینې وایي، چې د یوه طالب جنګیالی په کور د لاسی بم په چاودنه کې د هغه مېرمن او زوی مړه شوي او یو زوی یې ټپي دی.
ځايي سرچينې وايي، چې دغه پېښه شنبه د سلواغي پر نههویشتمه نېټه له غرمې مخکې لس بجې د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ په چهارباغ سيمه کې شوې ده.
چاودنه هغه مهال شوې، چې د دغه طالب جنګیالي ماشوم د خپل پلار د تجهیزاتو په چانټه کې لاسي بم ته لاس وروړی.
لغمان کې طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو په لاسونو کې د وسلو د شتون له امله مخکې هم د خلکو د وژل او ټپي کېدو پېښې رامنځته شوې دي.