۸صبح، کابل: بامیان کې یوه خبریال بېوزلو وګړو ته د تودې ډوډۍ د وېش کمپاین پیل کړی دی.
دغه خبریال انور سعادتیار نومېږي. نوموړي نن یکشنبه د وري پر ۲۱ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې دا کار یې د افغان ماشومانو خیریه موسسې په همکارۍ د روژې په مناسبت پیل کړی دی.
د سعادتیار په خبره، دا کمپاین به روژه کې د لسو ورځو لپاره دوام وکړي او د روژه ماتي پر مهال به ۱۰۰۰ تودې ډوډۍ پر ۲۰۰ اړمنو کسانو ووېشل شي.
دغه خبریال له سوداګرو څخه وغوښتل، چې د یاد کمپاین ملاتړ وکړي تر څو له زیاتو نادارو سره مرسته وشي.
عمرخوړلې معصومه چې لس کسیزه کورنۍ یې له دغو مرستو برخمنه شوې وايي: «تاسې ته دې خدا اجر درکړي، موږ په لس کسیزه کورنۍ کې یو د کار سړی لرو، ستاسې دا کار موږ ته غنمیت دی.»
عبدالواحید چې يوه پښه یې نشته او په سختۍ په لکړه تګ کوي وايي، چې د درې کسیزې کورنۍ سرپرستي کوي او نه شي کولای د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي. نوموړی د تودې ډوډۍ پر دغه کمپاینه خوښ دی.
بامیان کې داسې مهال د تودې ډوډۍ د وېش کمپاین پیل شوی، چې ځينو ولایتونو کې خلک د بشردوستانه مرستو د وېش له بهیره ګیله من دي او وايي، چې مرستې اړمنو ته نه رسېږي.