طالبانو درویشت کاله وړاندې په بامیان کې د بودا دوه مجسمې والوځولې. صلصال د ۵۳ مترو په لوړوالي او شهمامه د ۳۵ مترو په لوړوالي چې د ۳۰۰ څخه تر ۷۰۰ زېږدیزو کلونو ترمنځ په ځانګړې بڼه جوړې شوې وې. د طالبانو پخواني مشر ملا محمدعمر د ۲۰۰۱ کال د فبرورۍ پر ۲۶مه د دغو دوو مجسمو د تخریب فرمان صادر کړ او هغه یې د هماغه کال د مارچ له ۹ تر ۱۱مې والوځولې. دغه راز، د ملا عمر په امر د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بودايي پېر مجسمې او په ملي موزیم کې سلګونه قلمه لرغوني اثار هم له منځه لاړل.
د طالبانو د لومړي رژيم له پرځېدو وروسته، په تېرو شلو کالو کې پخوانیو حکومتونو، فرهنګپالو، ملي او نړیوالو بنسټونو په بامیان کې د لرغونو اثارو د ساتنې په موخه ډېرې هلې ځلې وکړې. په تېرو دوو لسیزو کې په بامیان کې بېلابېل کلتوري پروګرامونه لکه «شبې با بودا» ترسرلیک لاندې پروګرامونه جوړېدل. د دغو پروګرامونو موخه د لرغونو اثارو ساتنه او پالنه او د بامیانو تاریخي اثارو ته د نړیوالو پام اړونه بلل کېده.
په تېرو دوو کالو کې چې طالبان یو ځل بیا واکمن شوي، د بامیان یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګپال بیا د دغه ولایت په تاریخي سیمو کې پر خپلسرو کیندنو او ورانیو نیوکې کوي. د هغوی په خبره، دا کیندنې د طالب جنګیالو له لوري کېږي.
د بامیان دا فرهنګپال او اوسېدونکي ټينګار کوي که حالت همداسې دوام وکړي، ښايي په خبره یې، د بامیان پاتې ټول لرغوني اثار ویجاړ او یو ځل بیا ارزښتمند تاریخي میراثونه لوټ او تالان شي.
عارف (مستعار نوم) د بامیان یو اوسېدونکی دی. هغه وايي: «طالبانو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې نه یوازې دا چې تاریخي سیمې یې ونه ساتلې؛ بلکې د بامیان په ډېریو تاریخي سیمو کې یې خپلسرې کېندنې روانې کړې دي.»
د بامیان دا اوسېدونکی ادعا کوي چې په بامیان کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي د بامیان په تاریخي سیمو کې د خپلسرو کیندنو په راس کې دی. نوموړی وايي چې د بودا د دوو مجسمو د ویجاړېدو پر مهال، عبدالله سرحدي په بامیان کې د سرې قطعې قوماندان و. د هغه په خبره، بودا مجسمې د دغه طالب چارواکي له خوا ویجاړې شوې دي.
عارف ادعا کوي چې د صلصال مجسمې پر سر د تاریخي رواقونو په سیمه کې ۲۰ کارګرو ۲۵ ورځې کیندنې کړې دي او په خبره یې، ترلاسه شوي اثار هم لوټ شوي دي.
په بامیان کې د تاریخي سیمو د ساتنې یو کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي: «له بده مرغه د بامیان له بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د یکاولنګ نمبر ۱، یکاولنګ نمبر ۲، پنجاب، شیبر او کهمرد ولسوالیو له تاریخي سیمو داسې راپورونه ترلاسه شوي چې په لرغونو سیمو کې وسلهوال کسان کیندنې کوي.»
د تاریخي سیمو د ساتنې دا کارکوونکی زیاتوي چې دا خبره یې د دغه بنسټ له رییس او د طالبانو د والي له دفتر سره شریکه کړې؛ خو تراوسه کوم اقدام شوی نه دی.
د یکاولنګ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد اسلم هم وايي نا پېژانده وسلهوالو د یکاولنګ نمبر ۲ ولسوالۍ په دوو لرغونو سیمو چهل برج او کلیګان او د دغه ولایت په یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ کې د ده سرخ زیارت په لرغونې سیمه کې کیندنې کړې دي.
د یکاولنګ ولسوالۍ دا اوسېدونکی ټينګار کوي چې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو په لرغونو سیمو کې د خپلسرو کیندنو په اړه خپلې اندېښنې له طالب چارواکو سره شریکې کړې دي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې کوم څرګند ګام نه دی پورته شوی.
دا اندېښنې داسې مهال راغلي چې د روان کال په پسرلي کې د بامیان په بېلابېلو برخو لکه د پنجاب کرمان ښار، د یکاولنګ چهل برج او د ده سرخ زیارت، د کهمرد تاریخي سیمې، غلغله ښار او د بامیان په مرکز دره فولادي مغازو کې د کیندنو په اړه راپورونه خپاره شول؛ په داسې حال کې چې طالبانو په دې ټولو سیمو کې خپل جنګیالي د ساتونکو په توګه ګومارلي دي.
د یادونې ده چې په بامیان کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي چې خپله یې د بودا مجسمې په ویجاړولو کې مهم رول لاره؛ د بودا مجسمو د ویجاړولو په اړه یې د ملا عمر پرېکړه «ښه» بللې ده.
په بامیانو کې د بودا مجسمو د ویجاړېدو درویشتمې کلیزې په مناسبت، طالبانو د افغانستان د تاریخي اثارو د نمانځلو په موخه یو غونډه رابللې وه. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د بودا مجسمې ویجاړېدو ته له اشارې پرته د افغانستان لرغوني اثار «بېساري» بللي دي.