۸صبح، سرپل: سرپل ولایت کې سیمهییزې سرچینې خبر ورکوی، چې په دغه ولایت کې یوه ځوانه ښځه او مور یې وژل شوې دي.
سرچینو چهارشنبه د سلواغې پر شپږویشتمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په فرشقان کلي کې یوه سړي خپله کوژدنه او د کوژدنې مور په چاقو وژلې دي.
سرچینې زیاتوي، چې دغه کس له پېښې وروسته تښتېدلی دی.
د دې پېښې لامل له واده بهر اړیکې بلل شوې دي.
د طالبانو يوې سرچينې هم ۸صبح ورځپاڼې ته دا پېښه تاييد کړې، خو د قاتل د نيولو په اړه يې څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم په پروان ولایت کې یوه سړي خپله خور وژلې وه.