۸صبح، سرپل: په سرپل کې سیمهییزې سرچينې په دغه ولايت کې د سيلانيانو پرمخ د يو تفریحي پارک د دروازې تړل کېدو خبر ورکوي.
سیمهییزو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د طالبانو امربالمعروف او نهي عنالمنکر غړو جمعه د وري پر ۳۱مه د سرپل ولایت مرکز اړوند په توغني کلي کې د «چرخفلک سیاحتي امام خرد» په نوم تفریحي پارک دروازه وتړله.
طالبانو د یاد تفریحي پارک د تړل کېدو لامل د «منکراتو» شتوالی، لکه د لمونځ وخت نه رعایتول او د هغو ښځو حضور چې د دغې ډلې د پام وړ حجاب نه اغوندي، بللی دی.
نوموړی پارک د یو سوداګر له خوا د شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.
په سرپل کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست غړي وايي چې دوی له سیاحت سره هېڅ ستونزه نه لري؛ خو «سلانیان باید له «منکراتو» ډډه وکړي او حسنه کارونو ته ارزښت ورکړي.
طالبانو تر دې وړاندې هم د کابل او بلخ په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر تفریحي پارکونو ډېر محدودیتونه لګولي دي.
یو له هغو پلمو څخه چې طالبانو څو څو ځله د تفریحي ځایونو د تړل کېدو لپاره وړاندې کړي، د ښځو حضور دی چې د دغې ډلې د پام وړ حجاب نه رعایتوي.