۸صبح، کندهار: په کندهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو سړي خپله مېرمن وژلې ده.
سرچینې وايي چې دا پېښه پنجشنبه د کب پر ۱۷مه د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، نوموړي خپله ښځه د خسر په کور کې وژلې ده.
د دغې پېښې انګیزه روښانه نه ده.
تر دې دمه طالبانو څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د یو ځوان مړی هم د مزارشریف ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړونده سیمه کې موندل شوی و.