• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

 متلي‌‌ متلیک (Metle Metlik) په لبنان او عربي نړۍ کې د ښځو د جنسي تمایلاتو لومړنی آنلاین مرکز

ان ماری الحاګ - لورینټ لیژر ان ماری الحاګ - لورینټ لیژر
۱۷ كب/حوت ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴ [t_time:1709832989]
د متلي‌متلیک بنسټ عکس

د متلي‌متلیک بنسټ عکس

دا مطلب د هغو مطالبو یوه برخه ده چې ټاکل شوې ده «د برابرۍ پر لور» کمپاین کې خپاره شي. «د برابرۍ پر لور» هغه کمپاین دی چې د سپارک نیوز په نوښت د نړۍ له ګوټ ګوټه د ۱۶ خبري اژانسونو په ګډون سره د جنسیتي برابرۍ پر وړاندې د شته ننګونو د رابرسېره کولو او د دې برابرۍ د پليتابه لپاره د کړنلارو د مطرح کولو په موخه پیل شوی دی.

دا کیسه د دوو ښځینه متخصصینو د نوښت په تړاو ده. یوه د ښځو او زېږون متخصص ده او بله یې هیپنوتراپیست – سکسولوژیسته ده چې سره راټولې شوي څو په ټوله عربي نړۍ کې د جنسي مسایلو او د میندوارۍ د روغتیا په تړاو پوهاوی وړاندې کړي. د دې کار لپاره یې یوه ډيجیټلي امنه فضا رامنځته کړې ده.

د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د سندرین عطاءالله او ګئېل ابو غنام په نومونو دوو ښځينه لبناني – فرانسوي متخصصینو په ګډه د فراسنې د ۲۰۲۳کال د ښځينه متشبثې جایزه وګټله. دوی وتوانیدلې چې دا جایزه د «متلي ‌متلیک» د پروژې په مټ ترلاسه کړې چې په عربي کې یې مانا « ستا په څېر» ده.

دغو دوو ډاکټرانو ته دا جایزه په بیروت کې د فرانکفوني پوهنتوني اژانس (Agence Universitaire de la Francophonie) د منځني ختیځ یوې څانګې او له وخته د مخکې زېږېدلو ماشومانو روزنتون بیریټیک (Berytech)  د لورنټ لیژر ورځپاڼې په همکارۍ ورکړه.

د دې نوښت له پیله څلور میاشتې وروسته، متلي متليک انلاین مرکز اوس په عربي او انګلیسي ژبو پر خپلو پښو درېدلی او ځان ته یې نوم او ادرس جوړ کړی دی. دا مرکز د مقالو یوه برخه هم لري چې لاسرسی ورته وړیا دی. په دې وړیا برخه کې د جنسي ګروهنو او د مېرمنو د جنسي روغتیا اړوند بیلابیل مسایل لکه د ځان درناوي ( عزت نفس) میندوارۍ، انډومیټریوسس یا د رحم د استر د بې ځای والي، د ښځو د تناسلې الې د غیر ارادي انقباض ستونزه او ورته نور مسایل چې د ښځو پر بدن او ژوند اغېز کوي، پوښښ ورکول کیږي.

د کلتوري او مذهبي نورمونو حاکمیت

متلې متلیک مرکز د ښځو د تناسلې الې د غیر ارادي انقباض یا په علمي اصطلاح « واژینیسموس»  په تړاو د پیسو په بدل کې یوه ښوونیزه دوره هم وړاندې کړې ده. دغه ښوونیزه دوره ۳۵ ویډیوګانې لري، چې پکې د دغو دوو ډاکټرانو له خوا ټولټال درې ساعته درسونه ثبت او خپاره شوي دي. د دې دورې پر ښوونیزو موادو سربیره، د تمرین او فیډبک وسایل هم موجود دي.

دا ډاکټرانې چې د ډاکټرې ساندرین او ډاکټرې ګئېل په نومونو ډېرې مشهورې دي، له ناروغانو سره له پرله پسې تمریناتو وروسته دې پایلې ته رسیدلي چې د پیل د ټکي په توګه باید د تناسلې الې د غیر ارادي انقباض موده په پام کې ونیسي، ځکه چې د تمرینونو په ترڅ کې دوی پوه شول چې دا ستونزه د ښځو په منځ کې ډیره عامه ده او ډېری یې د دې ستونزې د حل په لټه کې دي، خو په اړه یې د پوښتنې کولو جرئت نه لري.

د ښځو د تناسلې الې غیر ارادي انقباض یا « واژینیسموس» په منځني ختیځ کې یوه له عامو ستونزو ده. په دې سیمه کې شاوخوا لس تر پنځلس سلنه ښځې د جنسي اړیکو پر مهال له دې ستونزې سره مخ دي. ډاکټر سندرین د دې ستونزې په اړه داسې وضاحت ورکوي: د دې ستونزې اصلي لامل د زده کړې نشتوالی او د کلتوري او مذهبي نورمونو شتوالی دی. موږ هوډ لرو چې ښځو ته د جنسیي ګروهنو، جنسي روغتیا او مینداورۍ د مسایلو په تړاو پوهاوی ورکړو او ناسم باورونه له منځه یوسو. ډاکټره ګئېل زیاتوي: «زموږ میتود نوی دی، او هغه پیغام چې موږ یې لېږو، هم علمي دی او هم ساده.»

دا ډاکټرانې ټینګار کوي: دا پروګرام یوه ازمویښتي نسخه ده او په محدود ډول پلې شوی څو وګورو چې ښځې د دې مفکورې څومره هرکلی کوي. له نومبر راهیسې، څه ناڅه پنځوسو ښځو زموږ روزنیزه دوره پېرلې ده، بې له دې چې موږ کوم کمپاین یا بازارموندنه کړې وي. ډاکټره ګئېل د خپلو خبرو په دوام وايي: «لومړنی غبرګون مثبت و، ځینو دغو ښځو موږ ته د خپل جنسي ژوند د ښه کېدو خبر راکړی دی. په دې دوره کې  ګډون کوونکې ښځې دېرش کلنې وې چې نیمايي یې لبنانۍ ښځې او پاتې یې د سعودي عربستان، کویټ مصر او سوریې دي.

ډاکټره سندرین عطاءالله او ګئېل ابوغنام لومړنۍ لبنانۍ هیپونوټراپیست – سیکولوژیسته، په ټيک‌ټاک کې له درې نیمو میلیونو ډېر څارونکي لري – د عکس امتیاز: محمد یاسین/L’OLJ

د ټولنیزو شبکو ستوری

دوی د خپل کار د ښه کېدو لپاره سر له همدا اوسه لاس پکار شوې دي. ډاکټره ګئېل ابوغنام وایي:« د د دې لپاره چې وده وکړو، باید د ښځو لپاره داسې مواد جوړ کړو چې د هغوی اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي.» په فبرورۍ ورۍ میاشت کې دوی په خپل مرکز کې دوه نوې ښوونیزې دورې ورزیاتې کړې. دا دورې «هغه څه چې ښځې باید له واده مخکې پرې پوه شي» او په یوګا سره جنسي روغتیا» نومیږي. تر اوسه شاوخوا دېرشو ښځو دغه ښوونیزې دورې پېرلې دي.

پر بلې ښوونیزې دورې چې د خوندور جنسي ژوند د اساساتو په تړاو ده، بحث روان دی. ډاکټره سندرین عطاالله په دې تړاو وایي:« له دې پروګرام وروسته به موږ د ماشوم د زیږون او تر زیږون وروسته چمتووالي» پر دورې کار وکړو چې پکې به د فزیوټراپیسټ او د مور د شېدو ورکولو په برخه کې نوي متخصصین زموږ په ګروپ کې شامل شي، زموږ ټینګار زموږ د پیغام پر وضاحت او کیفیت دی.

د متلي‌متلیک مرکز لپاره د شهرت او باور رامنځته کولو په موخه، دا دوه ښځينه ډاکټرانې له خپل ګډ شهرته چې په دغه مسلک کې یې د یوې لسیزې کار په لړ کې ترلاسه کړی، ګټه اخلي. ډاکټره سندرین عطاءالله لومړنۍ لبنانۍ سیکسولوژیسته او یوه پروپاقرس فیمینیسته ده. نوموړې په ټولنیزو شبکو کې هم یوه ستورې ده او په منظم ډول په ټلویزیوني پروګرامونو کې ګډون کوي.

نوموړې په ټيک‌ټاک شبکه کې ۳.۷ میلیونه څارونکي لري او له نیم میلیون ډېر کسان یې بیا په انسټاګرام کې څاري. ډاکټر سندرین په دې شبکو کې پر جنسي، جنسي خوند، د ښځو پر خیالاتو، همجنستوب او نورو ورته تمایلاتو باندې بحث کوي. مېرمن ګئیل ابو غنام چې د نابارورۍ متخصصه او یوه پروپاقرس فیمینیسته ده، په انسټاګرام شبکې کې ۴۳ زره څارونکي لري. نوموړې د دې شبکې له لارې لنډې ویډیوګانې خپروي چې پر جنسي تمایلاتو، زېږون، د کانډوم پر سمې کارونې، د ښځو وړتیاو لوړولو او له مېندوارۍ د مخنیوي په اړه بحث کوي.

ډاکټره ګئېل ابوغنام، د نسايي ولادي متخصصه – د عکس امتیاز: محمد یاسین/L’OLJ

یوازې په څو میاشتو کې ۱۲ زره څارونکي

د متلي‌متلیک او د دغه بنسټ د ټولنیزو شبکو له لارې دغو دوو مېرمنو د ښځو د منځپانګو خورا پراخه ټولګه راټوله کړې ده. په دې ټولګه کې له زېږون نیولې بیا تر میاشتنۍ ناروغۍ، د رحم او تي له سرطانه پېل بیا د مقاربتي مرضونو او د ایډز (HIV) ازماېښت پورې، ټول پکې دي. په څلورو میاشتو کې د دغه مرکز انسټاګرام پاڼه شاوخوا ۱۲ زره کسانو خوښه کړې ده. ډاکټره ګئېل وايي: «د هر ډول ځورونې د مخنیوي په موخه، څارونکي له ډېرې پاملرنې وروسته ټاکل کېږي.» اوسمهال ډاکټرې سندرین دا ډول احتیاطي ګامونه په پام کې نیولي؛ ځکه له دې وړاندې په ټولنیزو شبکو کې د ځورونې تجربه لري.

ډاکټره ګئېل وايي: «معلومات ټولو ته د لاسرسي وړ دي، موږ فکر کوو، خبروای، زده‌کړه او سلامشوره مو ماموریت دی.» نوموړې زیاتوي: «هغه ښځې چې غواړي لا پوهې شي، هغوی متلي‌متلیک بنسټ ته رابولو چې هلته خپله پام وړ زده‌کړییزه لړۍ وپېري.»

سندرین عطاءالله او ګئېل ابو غنام وايي «بېړه لري». هغوی خوښوي کوم بنسټ یې چې رامنځته کړی، سملاسي په ټوله نړۍ کې د عربو مېرمنو لپاره پر یوه معیار واوړي؛ خو دا پراختیا د څو ننګونو له کبله تر یو بریده ټکنۍ شوې ده. لومړی ننګونه چې مخه یې نیولې، چټک او امنه وېب‌سایټ رامنځته کول دي چې وشي کړای په لبنان کې د قانوني لارو په کارولو پیسې ترلاسه کړي. دا محدودیت په ۲۰۱۹ کال کې د مالي کړکېچ له کبله دی چې د بانکولۍ سکټور له لارې اعمال شوی دی. له دې وراخوا د ټکنالوژيکي برخې پراختیا لګښت څومره لوړ دی! په دې برخه کې ډاکټر ګئیل وايي: «د دې پروژې لپاره چې فرانکوفوني پوهنتون د اتو زرو ډالرو ګټونکي شوي و، د وېب‌سایټ پر جوړولو ولګولې چې په اپرېل کې به وروستی او چارې به یې پېل شي. د دې پروژې د نورو لګښتونو لپاره د بودیجې په لټه یو.»

بله ننګونه چې باید پام ورته وکړو، د جنسي تمایلاتو تابويي تومنه ده. نه یوازې ښځې میلان نه لري چې پر یو انلاین بنسټ باور وکړي؛ بلکې په ټولنیزو شبکو کې د یو بنسټ له لوري د جنسي تمایلاتو په اړه بازار موندنه او تبلیغات هم ډېر ګران او پېچلي دي. ډاکټره سندرین وايي: «د یوې پر ځای کلمې او عبارت موندل چې سانسور نه شي، ډېر ګرانه چاره ده؛ ځکه هره منځپانګه چې بربنډه وویل شي، سملاسي سانسورېږي.» پر دې سربېره، په منځني ختیځ کې دا ډول انلاین پروګرامونه بې‌مخینې دي. ډاکټره سندرین عطاءالله ټينګار کوي او وايي چې «موږ پورې تړاو لري چې دا کلتور رامنځته کړو او د دغه خوځښت لارښوونه وکړو.» نوموړې ټينګار کوي چې په دې برخه کې باید عربو کارپوهانو ته بلنه ورکړو چې راشي او برخه واخلي.

دا دنده دې دواړو ډاکټرانو ته ډېره درنه ده. په دې برخه کې ډاکټر ګئېل ابو غنام وايي: «د دې لپاره چې وکړای شو پر خپلې ستراتېژۍ لا ښه تمرکز وکړو، ښه ده چې ځينې چارې نورو ته وسپارو.»

دا دواړه ډاکټرانۍ په فبرورۍ کې «سټارت‌اپ ډیجیټال» نندارتون کې د ګډون لپاره دوبۍ ته ځي. هغوی به هلته له احتمالي پانګوالو او د ټکنالوژۍ ډګر له مخکښانو سره کتنې ولري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د ښځو رنځ او له تابوګانو سره مبارزه
دسته بندی نشده

د ښځو رنځ او له تابوګانو سره مبارزه

۲۲ كب/حوت ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴ [t_time:1710218482]
جلاوطنه روایتګره، د افغان ښځو پر وړاندې د شویو تاوتریخوالو کیسې لیکي
راپورونه

جلاوطنه روایتګره، د افغان ښځو پر وړاندې د شویو تاوتریخوالو کیسې لیکي

۱۸ كب/حوت ۱۴۰۲ - ۸ مارچ ۲۰۲۴ [t_time:1709899554]
افغان کلیوالې مېرمنې؛ پر تېرو پښېماني او راتلونکې ته هیله
راپورونه

افغان کلیوالې مېرمنې؛ پر تېرو پښېماني او راتلونکې ته هیله

۱۸ كب/حوت ۱۴۰۲ - ۸ مارچ ۲۰۲۴ [t_time:1709893707]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندهار کې سرچینې: هبت‌الله له ژمنې سره سره د ترکیې د استخباراتو له رییس سره ونه کتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.