۸صبح، غور: په غور کې سیمه ییزې سرچینې وایی، یوه سړی خپله امیندواره مېرمن په ډزو وژلې ده.
سیمه ییزو سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې دا پېښه نن چهارشنبه (کب ۴۳ مه) د غور ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
ویل کیږي چې مجرم دوه میرمنې درلودې او خپله لومړۍ میرمن یې په داسې حال کې په ډزو ووژله چې هغه امیندواره وه.
سرچینه زیاتوي، چې دغه سړي خپله مېرمن د نامشروع اړیکو لرلو له امله وژلې ده.
په غور کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته کورنۍ تاوتریخوالی زیات شوی دی.