۸صبح، کونړ: ځایي سرچینې وایي، تېره اوونۍ د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې نظامیانو د واده پر موټریز کاروان هغه وخت ډزې وکړې، چې د خلکو په وینا، په لوړ غږ یې موسیقي غږوله.
په دې پېښه کې یو کس ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.
د سرچینو په خبره، دې پېښه کې ټپي شوی کس چې زاهدالله نومېده، پرون شپه یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
له بلې خوا د کونړ ځينې اوسېدونکي له چارواکو غواړي، چې د دغې پېښې عاملانو ته سخته سزا ورکړي، چې راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخنیوی وشي.
د کونړ امنیه قومندانۍ تر پېښې وروسته ویلي و، چې د پېښې عاملان یې نيولي او قانوني چلن به ورسره وکړي.