۸صبح، غزني: په غزني کې د طالبانو د استیناف محکمې د دغه ولایت ۲۰ ځوانان د حزبالتحریر د غړیتوب په تور په درې کاله بند محکوم کړي دي.
سرچینې د شنبې ورځ، د لیندۍ په ۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې چې دغه کسان شاوخوا درې میاشتې وړاندې په غزني کې د طالبانو له خوا نیول شوي وو او په دې وروستیو کې په بند محکوم شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، هغه کسان چې د طالبانو د محکمې له خوا په بند محکوم شوي، ټول زدهکړیالان دي.
طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده چې طالبانو په هېواد کې د حزبالتحرير، جمعيت اصلاح او د مسلمان ځوانانو بنسټ پر فعاليتونو بنديز لګولى دى.
دې ډلې د حزبالتحریر د غړیتوب په تور د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه کسان نیولي دي.