۸صبح، بدخشان: سیمهییزې سرچينې په پنجشېر کې د طالبانو له خوا د يو ښوونځي د ښوونکي د نيول کېدو خبر ورکوي.
سرچينې دوشنبه د غويي پر ۱۷مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې طالبانو دا کس درې ورځې دمخه د پنجشېر مرکز اړوند په «فروبل» سيمې کې نيولى او نامعلوم ځاى ته يې لېږدولى دى.
دا کس مجيبالله خالد اديب نومېږي او د پنجشېر ولايت د شهید وليمحمد لېسې ښوونکی دی.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو هغه خپل درسي ټولګي څخه په جبري ډول له ځانه سره بیولی دى.
نوموړی ښوونکی څه موده مخکې هم د طالبانو له خوا نیول شوی او بندي شوی و.
د يادونې ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دغې ډلې د هېواد ګڼ شمېر اوسېدونکي نيولي، بنديان کړي او په ځينو پېښو کې يې وژلي دي.
طالبانو د روان کال په لومړيو کې په پنجشېر کې د تېر جمهوري نظام درې سرتېري نیولي ول.