۸صبح، کابل: د ملا هبتالله اخوندزاده په امر د طالبانو د پاسپورټ عمومي رئیس عبدالکریم حسیب د نیول کېدو خبرونو د خپرېدو په لړ کې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت یوه اوونۍ وروسته د هغه انځور خپور کړ.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چې تر دې دمخه یې د خپل دې چارواکي نیول کېدل رد کړي وو، شنبه د غبرګولي پر ۱۲مه د هغه انځور چې ظاهراً په زابل کې د پاسپورټ امریت له یوې نوې جوړې شوې ودانۍ څخه لیدنه کوي، خپور کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې د ۸صبح ورځپاڼې له خوا د طالبانو د پاسپورټ ریاست رئیس د نیول کېدو او په دې اداره کې د شته فساد په هکله د اوازو له خپرېدو دوه ورځې وروسته طالبانو عبدالکریم حسیب خوشې کړ، خو تر اوسه په کابل کې خپلې دندې ته نه دی راغلی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا په یوې څو کرښې لیکل شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د پاسپورټ عمومي رئیس مولوي عبدالکریم حسیب په زابل ولایت کې د پاسپورټ ادارې د نوې ودانۍ له جوړېدو څخه لیدنه وکړه.»
تېره پنجشنبه یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده، د دغې ډلې د پاسپورټ ریاست عمومي رئیس مولوي عبدالکریم حسیب کندهار ته بللی او بیا یې د نیول کېدو امر کړی دی.
د حسیب د نیول کېدو اټکلي لامل د پاسپورټ په اداره کې د فساد سرچینې شتوالی بلل شوی و.
هغه مهال طالبانو کندهار ته د ده بلل منلي؛ خو نیول کېدل یې نه وو منلي.