د امریکا د فدرال پولیسو (اف بي آی) رییس کریستوفر ري وایي، چې ایراني هکرانو تېر کال هڅه وکړه، چې پر «بوستون د ماشومانو پر روغتون» برید او ناروغانو ته د خدماتو وړاندې کولو بهیر ګډوډ کړي.
د سي ان ان په حواله، ري ویلي دا ناکام برید د تېر کال د جنورۍ پر لومړۍ شوی و.
نوموړي همداراز خبرداری ورکړ، چې «د امریکا پر خلاف به د ایران، شمالي کوریا، روسيې او چین له لوري دې ته ورته سایبري بریدونه زیات شي».
کریستوبر ري وايي: «د اړوندو کسانو په تېره بیا په روغتون کې چټک اقدامات د دې لامل شول، چې کمپيوټري شبکې او همداراز هغه ناروغان چې روغتیا یې پرې تړلې وه، خوندي پاتې شي.»
کریستوفر ري دا «تر ټولو کرکجن سایبري برید» بللی دی.
د بوستون د ماشومانو روغتون د درملنې یو مرکز دی، چې په یوه وخت څه باندې ۴۰۰ ماشومانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.