۸صبح، کابل: کابل ښار کې یو ځوان د طالبانو له خوا له نیول کېدو درې ورځې وروسته وژل شوی دی.
د ناصر خالد مړی چهارشنبه د سلواغې پر نولسمه نېټه د نوموړی کورنۍ ته سپارل شوی دی.
د خالد ورور خوشحال نبيزاده د هغه مړینه تایید کړې او ویلي یې دي: «زما کشر ورور ناصر خالد یې درې ورځې مخکې کابل کې د نامعلوم لامل له امله، زنداني کړی و او نن یې د هغه جنازه موږ ته راوسپارله.»
د سرچینو په وینا، له هغه یو ماشوم پاتې شوی دی.
ارواپوه او ټولنیز فعال ناصر خالد د پروان ولایت اوسېدونکی و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې طالبانو پر هېواد له واکمنېدو راهیسې سلګونه تنه د نامعلومه دلایلو له امله نیولي، شکنجه او وژلي دي.