۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین عباس ستانکزی وایي، چې امریکا پر هېوادونو فشار راوستی، چې له طالبانو سره تعامل ونه کړي او دغه ډله په رسمیت ونه پېژني.
هغه چې نن دوشنبه د زمري پر ۱۷ د کابل په یوه جومات کې د عاشورا په مراسمو کې وینا کوله، د امریکا پر هوایي بریدونو او همدارنګه د دغه هېواد پر سیاسي فشارونو نیوکه کړې ده.
د هغه په وینا: «سیاسي فشارونه چې دوی [امریکایانو] پر هېوادونو راوستي، تر څو له اسلامي امارت او د افغانستان له حکومت سره سیاسي اړیکه ونه لري، دا بله ضربه ده، چې هغوی وارده کړې.»
ستانکزي زیاته کړې، چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د افغانستان حریم ته دننه کېږي او دا د دوحې له هوکړه لیکه سرغړونه ده، چې طالبان له دغه هېواد سره لاسلیک کړی و.
طالب چارواکو د امریکا هوایي برید ته په اشارې، چې له امله یې په کابل ښار کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري ووژل شو، هغه د دوحې د هوکړه لیک مخالف وباله.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي چارواکي هم وایي، طالبانو د ترهګرو ډلو مشرانو ته په پناه ورکولو او له دغو ډلو سره د اړیکو له دوام سره د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.