د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان له خپل روسي سیال سره په لیدنه کې له نوموړي غوښتنه وکړه، څو مسکو په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه خپل فعال رول ترسره کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سهشنبه د جنورۍ پر ۲۳مه په نیویارک کې د عبداللهیان او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی دی.
یاد وزارت ویلي چې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو مسایلو سربېره په غزه کې د جګړې په وروستي وضعیت خبرې اترې کړې دي.
عبداللهیان د ملګروملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه د روسیې دریځ او رول ته په اشارې له دغه هېواده غوښتنه وکړه، څو په غزه کې د جګړې د بندولو لپاره لا زیات فعال رول ولوبوي.
له بلې خوا لاوروف په دې لیدنه کې د مسکو او تهران ترمنځ د شویو هوکړو پر پلیتابه ټينګار کړی دی.
نوموړي د فلسطین په اړه د عربي هېوادونو د ګډ دریځ غوښتنه وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکسپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د ګډون په موخه نیویارک ته تللی دی.
څه موده وړاندې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې لویدیځ په غزه کې پر نسل وژنې تورن کړی و.