د هرات، فراه او بادغیس یو شمېر اوسېدونکي وايي چې وروستیو ورښتونو او ځپوونکو سېلابونو د دغو ولایتونو اوسېدونکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. هغوی تور لګولی چې طالبان طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې اړینه وړتیا نه لري او په خبره یې، له زیانمن شویو سره دوه ګونی چلن کوي.
د لومړنیو شمېرو له مخې، په تېرو ورځو کې وروستیو بارانونو او سېلابونو په فراه، هرات او بادغیس کې د لږ تر لږه ۱۲ کسانو ژوند اخیستی دی. د خلکو له خوا د وړاندې شویو شمېرو له مخې، لسګونه څاروي او استوګنځي له منځه تللي او سلګونه جریبه کرنیزو ځمکو او باغونو زیان لیدلی دی.
د هرات د پښتون زرغون، اوبې، چشت شریف، کرخ، ګذرې، فرسي، زاول، پشتکوه او ادرسکن ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې سېلابونو په دغو ولسوالیو کې لږ تر لږه ۱۹۰ کورونو او دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه کړې او زرګونه مېوه لرونکي او نامېوه لرونکې ونې او څه باندې ۱۰۰ څاروي یې له منځه وړي.
د هرات د چشت شریف ولسوالۍ اوسېدونکي محمد صدیق ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «څو کلن زحمتونه مو اوبو یووړل. یو باغ مو درلود چې څو کلنې ونې پکې وې او تازه یو کال کېږي چې په مېوه راغلې وې، سېلاو راغی او ټولې ونې یې یووړې او دوه درېیو کورونو ته هم اوبه ننوتې او ونړېدل.»
د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ یو اوسېدونکی شریف احمد وايي چې سېلاب یې ټولې کرنیزې ځمکې له منځه وړي دي. نوموړي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «ټوله هيله مو همدا کرل شوې اووه جریبه ځمکه وه او ویل مو چې سږ کال به یو ښه کال وي او ډېر حاصل به واخلو؛ خو سېلاو دا ټوله اووه جریبه ځمکه له منځه یووړه، ټول کښت ګورئ چې تر خټو او مټو لاندې ښکاري. هم کښت له منځه لاړ او هم د اوبو یو ذخیره او هم هغه ویاله چې اوبه پکې راتللې، له منځه تللې.»
په فراه کې هم سېلابونو خلک زیانمن کړي دي. ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلې شمېرې ښيي چې سېلابونو په تېرو څلورو ورځو کې د دغه ولایت په پشترود، پرچمن او مرکز کې د شپږو کسانو ژوند اخیستی او نږدې لس زره جریبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده. د دغو شمېرو په حواله، ۱۵۰ استوګنځایونه هم زیانمن شوي او لږ تر لږه درې زره تختې سولره او ۳۰۰ څاروي له منځه تللي دي.
د فراه اوسېدونکی محيالدین وايي چې له ډېرو کلونو وچکالۍ وروسته ورته سږني بارانونه پر ناورین واوښتل. نوموړی وايي: «موږ خوشاله و چې ښه باران وشو او کال به مو اباد وي. ۳۰ جریبه کرنیزه ځمکه مو له منځه لاړه. سېلاو راغلی او ټول کښتونه تر خټو او مټو لاندې شول، لس تختې سولرې له منځه لاړې، کور ونړېد. نور مو چې هر څه لرل د سېلاو خوراک شول.»
په فراه کې ځايي طالبان هم وايي چې سېلابونو د دغه ولایت اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه اړولي او هڅه کوي په فراه کې له شته موسسو سره په ګډه له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.
بل پلوه، په بادغیس کې هم وروستیو سېلابونو د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون د څلور کسانو ژوند اخیستی دی. دغه راز، د دغه ولایت په ولسوالیو کې یې د لږ تر لږه زر جریبه کرنیزو ځمکو او باغونو په ګډون ۸۵ کورونو ته هم زیان اوښتی دی.
د بادغیس د قادس ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالبصیر ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې وروستي سېلاب یې ټول شته وړي دي. نوموړی وايي؛ «باغ مو درلود چې سلګونه مېوه لرونکې ونې پکې وې، ټولې په سېلاب کې له منځه لاړې او ونې یې له رېښو وویستلې. پنځه شپږ جریبه ځمکه مو کرلې وه او ویل مو سږ کال به ښه کال وي، خو سېلاب له منځه یووړه او زموږ خلکو ژوند له همدې کښت او کرنې سره تړلی دی، دا هم سږکال داسې شو.»
ورته مهال، د طالبانو تر واک لاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په پاېله کې ۷۰ کسان مړه او ۵۶ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي وزارت زیاته کړې چې سېلابونو د څه باندې ۹۵ زره جریبه کرنیزې ځمکې په ګډون دوه نیم زره کورونه هم زیانمن کړي دي. د دغه وزارت په خبره، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو بیا څه باندې دوه زره څاروي هم له منځه وړي دي.
د يادونې ده چې د سېلاب ځپلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي طالبان له طبيعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې په ناغېړۍ او بې پروایۍ تورنوي. د دوی په خبره، دغه ډله له پېښو سره د مبارزې وس او په دې برخه کې اړینه پوهه نه لري او په وینا یې، د طبیعي پېښو له زیانمنو سره دوه ګونی چلن کوي.