د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ویلي چې هېڅ پاکستانۍ د دغه هېواد د بېپیلوټه الوتکو د توغندیزو بریدونو موخه نه وه او موخه یې د دغه هېواد پولې ته څېرمه سیمو کې د جیشالعدل ډلې پټنځایونه و.
د ایرنا خبري اژانس د راپور په حواله، عبداللهیان چهارشنبه د جنورۍ پر ۱۷مه د اقتصاد کلنۍ ناستې ته ویلي چې جیشالعدل یوه «ترهګره ایرانۍ ډله» ده چې په خبره یې، د پاکستان په سیستان او بلوچستان کې یې پناه اخیستې ده.
نوموړي زیاته کړې: «د ورور او ملګري پاکستان هېواد هېڅ وګړۍ د ایران د بېپیلوټه توغندیزو بریدونو موخه نه و.»
د نوموړي په خبره، ایراني چارواکو هر وخت له پاکستاني لوړپوړو امنیتي او سیاسي چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې دي.
عبداللهیان زیاته کړې چې تهران د پاکستان او عراق ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ ته «درناوی» کوي؛ خو اجازه نه ورکوي چې د هېواد پر امنیت یې «ملنډې» ووهي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو وړمه شپه په پاکستان کې د جیشالعدل پر دوو مرکزونو توغندیز بریدونه وکړل.
د دغو بریدونو په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي چې اسلاماباد له تهرانه خپل سفیر ورغوښتی دی.
اسلاماباد ویلي چې د دغو توغندیزو بریدونو له کبله دوه ماشومان وژل شوي او درې نجونې ژوبلېدلې دي.