۸صبح، کابل: د افغانستان او هند د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو ۲۰ اوریزو لوبلړۍ وروستۍ لوبه هم د دوو سوپر اورونو په پاېله کې د هند په ګټه تمامه شوه.
دا لوبه نن چهارشنبه د مرغومي پر ۲۷مه د هند په بنګلور کې وشوه.
د لوبې پچه هند وګټله او دا ځل یې د تېرو لوبو خلاف لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه.
که څه هم د لوبې په لومړیو اورونو کې هندۍ لوبډلې کمزوری پیل وکړ او په شپږو اورونو کې یې د پېل څلور لوبغاړي وسوځېدل؛ خو د هند د لوبډلمشر روهیت شرما او ریکو اوږده ملګرتیا وکړه او پاتې ټول اورونه یې ولوبول.
هندۍ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۲ منډې وکړې او افغان ملي لوبډلې ته یې د ۲۱۳ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره فرید احمد په خپلو څلورو اورونو کې شل منډې ورکړې او درې مهم لوبغاړي یې د لوبې په پیل کې اوټ کړل.
افغان کرېکټ ملي لوبډلې بیا په توپوهنه کې د هند ۲۱۲ منډې پوره کړې؛ خو ۲۱۳ یې نه کړې او خبره سوپر اور ته لاړه، چې هند له دوو سوپر اورونو وروسته وتوانېد دا لوبلړۍ درې صفر په خپل نوم کړي.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل و چې افغان کرېکټ ملي لوبډلې له هند سره درې ۲۰ اورېزې نړیوالې لوبې وکړې.