د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په کرمان کې چاودنو ته په غبرګون کې ویلي، چې هغوي په دې اړه د ملګرو ملتونو له لارې«حقوقي او نړیوال اقدامات» پېل کړې دي.
نوموړي دا څرګندونې پنجشنبه د جنورۍ پر ۴ په خپله ایکس پاڼه کړې دي.
هغه دا چاودنې ترهګریزې بللي او زیاته کړې ده: «بهرنیو چارو وزارت له رسمي سرچینو څخه د ترلاسه شویو لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، د ملګرو ملتونو له لارې بیړني حقوقي او نړیوال اقدامات پیل کړې دي.»
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي، چې په کرمان کې د دوو چاودنو په پاېله کې لږترلږه ۸۴ کسان وژل شوي او ۲۸۴ نور ټپیان شوې دي.
دغو چاودنو ګڼ نړیوال غبرګونونه راوپارول او د اروپايي ټولنې، روسیې، سعودي عربستان او فرانسې په ګډون ګڼو نورو هېوادونو د وژل شویو کورنیو او د ایران له خلکو سره خواخوږي ښوولې ده.
د ایران په کرمان ښار کې خونړیو چاودنو ته افغان سیاسي ډلو او څېرو هم غبرګون ښوولې او غندنه یې کړې ده.
ایراني حکومت اسراییل په دې پېښه کې په لاس لرلو تورن کړی، خو اسراییل بیا دا ادعا رد کړې ده.