۸صبح، تخار: په تخار کې ځايي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یو زلموټي ځانوژنه کړې ده.
سرچینې وايي، چې چهارشنبه د مرغومي پر ۱۳ د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې دغه کس د ماسپښين پر شاوخوا ۳:۰۰ بجو ځان په ښکاري توپک ویشتلی دی.
د دغه کس نوم رامین ښوول شوی او ۱۶ کلن و.
سرچینو زیاته کړې، چې رامین له خپل پلار سره تیل پلورل او له یوې لفظي شخړې وروسته یې دا کار کړی دی.
سرچینو د دې ځانوژنې لامل کورنی تاوتریخوالی بللی دی.
تخار کې ځايي طالب مسوولانو تراوسه په دې هکله څه ویلي نه دي.
له دې وړاندې هم د کورني تاوتریخوالي له کبله د هېواد ځینو اوسېدونکو ځانوژنه کړې ده.