۸صبح، کابل: د ژغورنې نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د ۹۰ سلنه روغتیایي کلینیکونو د احتمالي تړل کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
ددغې کمېټې په تازه رپوټ کې چې د جمعې په ورځ، د مرغومي په ۱۷مه نېټه خپور شو راغلي چې د افغانستان په روغتیایي سیستم کې د کړکېچ په رامنځته کېدو سره، ۹۰ سلنه صحي روغتیایي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ شوي دي.
دغه بنسټ ویلي چې مخکینی دولت د ملکي کارکوونکو د معاشونو په ورکولو کې په کلکه په بهرنیو مرستو پورې تړلی و، اوس د طالبانو په واکمنۍ او د مرستو په بندېدو سره ډېرې ننګونې رامنځته شوې دي.
ددغې کمېټې په وینا، د مرسته کوونکو هېوادونو له خوا د افغانستان بانک د شتمنیو په کنګل کېدو سره، د افغانستان لپاره یو لوی مالي کړکېچ رامنځته شوی دی.
دغې کمېټې څرګنده کړې چې افغانان نشي کولای خپلې بنسټیزې اړتیاووې برابرې کړي او په افغانستان کې عمومي اقتصاد او خدمات د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
د ژغورنې نړیوالۍ کمېټې زیاته کړې ده چې د مخکیني دولت کابو ۷۵ سلنه خپل عمومي لګښتونه پر بهرنیو سرچینو پورې تړلی و. په ځانګړې توګه، کابو ۳۰ میلیونه افغانان د نړیوال بانک تر مدیریت لاندې د یوه پروګرام له لارې په روغتیایي خدماتو پورې تړلي وو.
په دې توګه، اوس ښايي چې په هېواد کې ۹۰ سلنه روغتیایي مرکزونه وتړل شي چې په پایله کې یې، میلیونونه تنه له لومړنیو روغتیایي خدماتو بې برخې کېږي.
پر دې سربېره، د کورونا څلورمه څپه او خوارځواکي هم افغانان ګواښي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې همداراز خبرداری ورکړی چې خوراکي نه خوندیتوب کېدای شي په ۲۰۲۲ کال کې زیات شي، ځکه افغانستان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی، او د خوراکي توکو د نرخونو له چټک لوړوالي او وچکالۍ سره هم مخ دي.
له بلې خوا، لوږه کېدای شي چې د ډېری افغانانو د بېځایه کېدو لامل شي، ځکه د ژغورنې نړیوالې کمېټې په وینا په هغو څېړنو کې چې په ۲۰۲۱ کال کې ترسره شوه، د خوړو کمښت د کورنیو د بېځایه کېدو اصلي لاملونه کڼل کېږي.
په دې لړ کې، دغې کمېټې څرګنده کړې چې افغان مېرمنې او نجونې له یوه ناورین او د افغاني ټولنې دغه پرګنه د بل هر وخت په پرتله د جنسیتي، د کم عمره نجونو د ودولو، استثمار او ناوړه استفادې په شان تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.
دغې کمیټې همداراز جوته کړې چې په افغانستان کې فعال بشردوستانه سازمانونه له اقتصادي ناورین څخه خوندي نه دي او ددغو سازمانونو د فعالیت دوام د کارکوونکو د پیسو او د خلکو د اړتیا وړ توکو د برابروونکو د پیسو د ورکړې لپاره اړین دي.
دا خبرداري په داسې حال کې د ژغورنې د نړیوالې کمیټې له خوا مطرح شوي چې د ملګروملتونو سازمان د رپوټ له مخې، افغانستان به د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پورې له پراخې بې وزلۍ سره مخ شي او په اوسني وخت کې هم په افغانستان کې ۹۷ سلنه وګړي بې وزله دي.