میدان وردګ کې ځينې بڼوال او سوداګر په هېواد کې د مڼو لپاره د اړین بازار له نشتوالي سر ټکوي. هغوی وایي چې په دغه ولایت کې سلګونه ټنه مڼې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.
په میدان وردګ کې یو شمېر بڼوالو له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل چې په کور دننه د اړین بازار د نشتوالي او د صادریدو لپاره د کرنیزو حاصلاتو پر وړاندې شته خڼډونو له کبله اړ شوي چې خپل حاصلات په کورنیو بازارانو کې په ټيټه بیه وپلوري. دغه بڼوال زیاتوي چې دمګړۍ یې سلګونه ټنه مڼې په باغونو کې په غیرمعیاري توګه پرتې دي او ښايي د ژمي یخني یې له منځه یوسي.
په میدان وردګو کې یو شمېر بڼوال، مسوول بنسټونه بهر ته د کرنیزو توکو د صادرولو لپاره د اسانتیاوو پر نه برابرلو او د سړوخونو د نه جوړولو له کبله پر ناغېړۍ او ناسم مدیریت تورنوي. د هغوی په خبره، د دغو بنسټونو ناغېړۍ د هېواد اقتصادي نظام او د بڼوالو او سوداګرو د زیان لامل شوی دی.
د دغه ولایت یو شمېر بڼوالو له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي چې هغوی تمه درلوده په ژمي کې خپل کرنیز توکي په ښه بېه بازار ته وړاندې کړي؛ خو د کال په دغه فصل کې نه یوازې دا چې د مڼو بېه لوړه نه شوه، بلکې د سړې هوا له کبله د خرابېدو له ګواښ سره مخ شوې دي.
نجیبالله په میدان وردګ کې یو بڼوال دی. هغه د طالبانو له حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه په کور دننه د معیاري سړوخونو د جوړېدو او له هېواده بهر د کرنیزو توکو لپاره د بازارموندنې غوښتنه کوي. نوموړی وايي: «میدان وردګ سوړ ژمی لري او کوم باغونه چې تاسې وینئ، ټولو خاوندانو یې خپلې مڼې ساتلي، ښايي د سړې هوا له کبله له منځه لاړې شي. که معیاري سړېخونې وای، کولای مو شوای هلته یې وساتو.»
احمدالله په دغه ولایت کې یو بل بڼوال دی. هغه بهر ته د مڼو له نه صادرېدو سر ټکوي. نوموړی ټينګار کوي چې خلکو د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له کبله د پېرلو توان له لاسه ورکړی دی. دغه بڼوال زیاتوي: «زموږ د خلکو اقتصادي حالت دومره ښه نه دی چې ټولې مڼې په کور دننه وپلورل شي، باید د صادرېدو لپاره یې اسانتیاوې برابرې شي او له بهرنیو هېوادونو سره قراردادونه وشي.»
د بڼوالو ترڅنګ په دغه ولایت کې یو شمېر سوداګرو وړاندې له دې چې مڼې حاصل ته ورسېږي، ځینې باغونه په اجاره نیولي؛ خو اوس یې د پلور د نشتوالي له کبله زیان لیدلی دی. هغوی وايي چې پانګې یې له لاسه ورکړې دي.
محمدشفیع یو سوداګر دی. نوموړی له څو کالو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو پېر او پلور کوي. هغه ټینګار کوي چې روان کال یې ډېر زیان لیدلی دی. هغه زیاتوي: «همدا مو کاروبار دی. د کال په لومړیو کې مې په میدان وردګ او غزني کې لسګونه جریبه د مڼو باغونه په اجاره واخیستل. اړ یم چې د بڼوال پیسې ورکړم؛ ځکه له وړاندې مې پېرلي دي، په دې هیله که ګټه وکړم؛ خو د حاصل له رسېدو درې میاشتې اوښتې دي، یوازې نیماي مڼې مې پلورلې دي، نورې ټولې مې په باغونو کې ذخیره کړې دي. والله که څوک ورګوري یا یې بېه کړي. پاکستان او هند ته که صادرې نه شي، په کورنیو بازارونو کې څه نه ترې جوړېږي.»
میدان وردګ کې بڼوال داسې مهال د کرنیزو توکو لپاره د بازار له نشتوالي سر ټکوي چې روان کال له پاکستان سره په پوله د ستونزو له کبله د هېواد صادراتي توکي په ځانګړې توګه تازه میوې په اړین وخت نړیوالو بازارونو ته ونه رسېدې.
د یادونې وړ ده چې د نورو ولایتونو پرتله په میدان وردګ کې مڼې ښه حاصل ورکوي او د دغه ولایت مڼې ښه نوم لري؛ خو روان کال یې په بازارونو کې د پلور مزه نه وه.