۸صبح، کابل: اکاډمیسین دستګیر پنجشېری په ۸۹ کلنۍ عمر په امریکا کې ومړ.
دستګیر پنجشېری دوشنبه د مرغومي پر پنځمه نېټه د ناروغۍ او ډېر عمر له امله د امریکا په واشنګټن ډيسي کې مړ شوی دی.
پنجشیری د پنجشېر ولایت د رخې ولسوالۍ په قابضان کلي کې نړۍ ته راغۍ. هغه لومړنۍ زدهکړې د رخې ولسوالۍ په ښوونځي کې وکړې او لوړې زدهکړې یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې سرته ورسولې.
دستګیر پنجشیري د خلق په ډیموکراتیک جمهوریت کې د پوهنې د وزیر، د ټولګټو چارو وزیر او د افغانستان د لیکوالانو ټولنې د رییس په توګه دنده ترسره کړې ده.
له هغې پاتې اثار «بهار جاویدان»، «پیک دوستی»، «اینده جهانیم»، «ناله نیلاب» او «فروغ هستی» شعري ټولګې او همداراز «ظهور و زوال حزب دیموکراتیک خلق افغانستان» په نوم کتاب دی.
پنجشیری د محمدظاهر شاه، محمد داوود، ببرک کارمل او ډاکتر نجیبالله په حکومتونو کې په ټوله کې اته کاله زنداني شوی و.