د طالبانو د پرېکړې په اړه دغبرګونونو دوام؛ نړیوالې ټولنې ته د ښځو د حقونو فعالان: اعلامیې کفایت نه کوي

د نجونو پر زده کړو او د افغانستان په کورنیو او بهرنیو مؤسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شوی ده. امریکا، استرالیا، جرمني، فرانسې، کاناډا، ناروې او همدارنګه اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې ده. د دغو هېوادونو او سازمانونو یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د طالبانو وروستۍ پرېکړې غیر مسوولانه، له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او وېروونکې بللې ده. خو د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان د دغو هېوادونو او سازمانونو د اعلامیې هرکلی کوي او وايي، یوازي اعلامیه کافي نه ده، نړیواله ټولنه باید د طالبانو له ظلم څخه د افغان مېرمنو د خلاصون لپاره عملي اقدام وکړي.

د ښځو د حقونو فعالان وايي، چې د هېوادونو او سازمانونو ټول غبرګونونه په «اعلامیو» او «اندېښنې څرګندولو» متمرکز دي او د عامو وګړو او د هېوادونو د نظرونو تر منځ هېڅ توپير نه ليدل کېږي. دوی د افغان ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې د سازمانونو او هېوادونو پر عملي اقداماتو ټینګار کوي.

فوزیه کوفي چې د بدلون د څپې ګوند مشر او د ښځو د حقونو فعالې د ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «طالبانو نه یوازې د ټولنې او ښځو د حقونو په برخه کې، بلکې د امنیت، اقتصاد او د بشري قوا په برخه کې هم افغانستان څو پېړۍ شاته ګرځولی او له بده مرغه نړۍ په دې اړه چوپه خوله پاتي ده. هغه اعلامیې چې دوی یې خپروي هیڅ ګټه نلري، هیڅ په درد نه خوري، زه فکر کوم چې نړۍ باید عملي ګامونه پورته کړي.»

مېرمن کوفي طالبان د دې ډلې او امریکا ترمنځ د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورنوي او زیاتوي چې ملګري ملتونه باید طالبان له دغه تړون څخه د سرغړونې پړه پر غاړه واخلي. د ښځو د حقونو دغه فعاله یادونه کوي: «طالبان د دوحې د ژمنو خلاف عمل کوي او ملګري ملتونه باید له دې ډلې حساب واخلي. امریکا داسې کیسه جوړه کړې وه چې طالبان دوه ډلې دي (یوه ډله د ښځو د حقونو پلوي او بله د ښځو د حقونو مخالفه ده) هغه ډله اوس چیرته ده؟ موږ له متحده ایالاتو او هغو کسانو څخه غواړو چې دا تړون یې لاسلیک کړی دی چې په دې اړه معلومات ورکړي.»

د ښځو د حقونو فعالانې زیاتوي چې د هېوادونو او سازمانونو کړنې د«اعلامیو» په خپرولو او«اندېښنو په څرګندولوء متمرکزې دي او د عامو وګړو د نظرونو او د هېوادونو د دریځونو تر منځ هېڅ توپیر نشته. د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې زرقا یفتلي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل:«په تېرو درېیو ورځو کې موږ د نړۍ د مشرانو له خوا بېلابېلي اعلامیې ولیدی، دا هغه کسان دي چې د نړۍ پالیسي جوړونکي دي، خو د دی اعلامیو ډېرې برخه  د اعلامیو او اندېښنو تر کچې محدودي وی. هغه څه چې موږ نن له نړۍ څخه غواړو هغه دا دي چې د نظریاتو څرګندولو ته دي نور د پای ټکی کېږدي ځکه چې دا نظریات د افغانانو له څرګندونو سره کوم توپیر نه لري. که دوی په رښتیا د افغانستان له ښځو او خلکو سره همکاري کول غواړي، باید په عمل کې ثابته کړي او وښيي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي.»

د ښځو د حقونو فعالانې د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو او کار د بندیز لاملونه په ګوته کوي چې دا ډله د افغان میرمنو د وړتیا وېره لري، غچ اخیستنه، د قدرت ښکارندویي او د بنسټپالو افکارو او د دې ډلې د اسلامي اصولو خلاف عمل په ګوته کوي چې د دې وضعیت دوام به د طالبانو ژوند را لنډ کړي.

د يادونې وړ ده، چې د مرغومي په درېيمه نیټه د طالبانو د اقتصاد وزارت د یوه مکتوب خپرولو سره په بهرنيو او کورنيو نادولتي موسسو کې ښځې او نجونې د کار له حق څخه بې برخې کړې دي. په دغه مکتوب کې د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست خبرداری ورکړی چې که کورني او بهرني مؤسسې د دغه وزارت له حکم سره سم عمل ونه کړي، په افغانستان کې به د دوی د فعالیت جواز لغوه شي. د طالبانو له خوا د دغه نوي فرمان له صادرېدو وروسته په تېرو درېیو ورځو کې یو شمېر بهرنیو مؤسسو په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د ودرولو اعلان کړی دی. په افغانستان کې د دې موسسو د فعالیت په ودرولو سره زرګونه کارکوونکي بې کاره شوي دي. د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي چې د دوی له اتو زرو محلي کارمندانو څخه درې زره یې ښځې دي. تر دې وړاندې طالبانو ښځينه زده کوونکي د زده کړو له دوامه منع کړي وی او په دولتي ادارو کې يې ښځينه کارکوونکي هم په کورونو کې پاتې کېدو ته اړ کړي وی. له دې سره هم مهاله د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لسګونو استادانو د طالبانو له خوا د لوړو زده کړو وزارت له لوري د نجونو د زده کړو د ځنډولو په اعتراض کې له خپلو دندو استعفا کړې ده.

خو د طالبانو وروستیو پرېکړو نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. د اسلامي هېوادونو په ګډون د نړۍ هېوادونو دغه کړنه غندلې ده. د لوېدیځو هېوادونو یو شمېر چارواکو په افغانستان کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګول یوه «غیرمسوولانه» پرېکړه بللې ده. نړیوالو سازمانونو د طالبانو دغه پریکړه د «بشري اصولو ښکاره سرغړونه» بللې او په نږدې راتلونکي کې یې د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی. همدارنګه د لوېدیځو هېوادونو چارواکو، نړیوالو بشردوستانه سازمانونو او ملي او نړیوالو سیاسي څېرو د طالبانو له مشرانو غوښتي چې د ښځو ضد پرېکړو له سره غور وکړي.

ورته لیکنې

Back to top button