۸صبح، کابل: ایران کې د افغانستان له سفارته یوه سرچینه خبر ورکوي، چې تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست او ډیپلوماتانو د طالبانو له خوا د دغه سفارت لپاره د نوي سفیر د معرفي کېدو مخه ونیوه.
یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي سه شنبه د مرغومي پر دیارلسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تازه فضلالله حقاني تهران کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه ګومارلی دی.
سرچینې زیاتوي، چې د سفارت ۱۸ ډیپلوماتانو په ډلهییزه توګه استعفالیک لیکلی او ویلي یې دي، چې له طالبانو سره کار نه کوي.
د دغه سفارت ټولو ډیپلوماتانو او اوسني سرپرست عبدالقیوم سلیماني ویلي، چې د ویانا د کنوانسیون د ژمنو له مخې به سفارت طالبانو ته نه، بلکې کوربه هېواد ته وسپاري.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته تهران کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالغفور لېوال له خپلې دندې څنډې ته شو او د سفیر مرستیال عبدالقیوم سلیماني د دغه سفارت د سرپرستۍ لپاره وټاکل شو او تراوسه نږدې یو نیم کال کېږي چې دا دنده پر مخ وړي.