یو کال په کړکېچ کې؛ د بایډن د بهرني سیاست ارزونه

علی‌سجاد مولایي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د «امریکا راستنه شوې» په شعار سره سپینې ماڼۍ ته ننوت. په خپله بهرنۍ پالیسي کې، هغه هڅه وکړه چې د امریکا نړیوال موقف او وقار ته د مخکیني ولسمشر ډونالډټرمپ لخوا رسېدلي زیان جبران کړي. ټرمپ د خپلې څلور کلنې دورې په موده کې په اروپا او اسیا کې له خپلو متحدینو سره د امریکا اړیکې خړې پړې کړې، د ایران او وینزویلا په څېر دښمنانو سره یې تاوتریخوالی زیات کړ او له چین سره په سوداګریزه جګړه کې ښکيل شو چې په وروستیو لسیزو کې یې دوه اړخیزې اړیکې تر ټولو خرابې کچې ته ورسولې. په اصل کې، د بایډن اجنډا له ټرمپ سره چې «لومړۍ امریکا» په ټکر کې ده او د څو اړخیز نظم رامنځته کولو کې ریښې لري د بایډن د کار پیل د پاریس له موسمې تړون سره یو ځای کېدل او د روغتیا له نړیوال سازمان سره خپلې اړیکې جوړول او همدا ډول په موسمي ډیپلوماسۍ کې د متحده ایالاتو مشري یو ځل بیا راڅرګنده شوه. د کوویډ -۱۹ وبا بایډن ته دا فرصت هم ورکړ چې د امریکا د نړیوال مشرتوب رول بیا راژوندی کړي او د هغو اړیکو بیا رغول یې پیل کړل چې د ټرمپ په دوره کې له منځه تلو سره مخامخ وو. په دې مقاله کې موږ هڅه کوو چې په ۲۰۲۲ کې د جو بایډن بهرنی سیاست وارزوو. ۲۰۲۲ د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې له هسکو ټیټو ډک کال و. پر اوکراین د روسیې برید او د دغو دوو هېوادونو ترمنځ جګړه د ډیموکراسۍ د مدافع په توګه د امریکا د وقار او نړیوال انځور لپاره یوه جدي ازموینه وه. دا خبره چې دې جګړې څنګه په نړیوال نظام کې د قدرت جوړښت بدل کړ، دا یو جلا بحث دی، خو د اوکراین جګړه د ۲۰۲۲ کال لپاره د امریکا د بهرنۍ تګلارې تر ټولو مهم چورلیز و او د روان کال لپاره به هم وي.

په بهرني سیاست کې د تګلارې بدلون

د یوه دولت د بهرني سیاست تګلارې بدلول ښايي د کاغذ پر مخ ساده ښکاري، خو په عمل کې داسې نه ده له همدې امله د ټرمپ د «لومړۍ امریکا» ستراتیژي د بایډن بدلون او تغییر کړنه د یوې لويې کښتۍ په ډول ده چې باید را وه یې ګرځوي. د «امریکا بېرته راګرځېدلو» ستراتیژي پلي کول د سویچ بدلولو په څیر نه دي، بلکې دا د یوې لویې کښتۍ د څرخ په ډول ده؛ خو ایا بایډن د امریکا د بهرنۍ تګلارې په بدلولو کې بریالی شوی او که نه؟ د بایډن ادارې له پیل راهیسې، د هغه کړنلاره په څو مواردو کې د ټرمپ په لار روانه ده، او په ډېرو مواردو کې هغه توانېدلی چې د امریکا بهرنۍ پالیسۍ بدله کړی. له همدې امله ویلای شو چې هغه تر یوه بریده په خپلو کارونو کې بریالی شوی دی.د دې مسلې د لا روښانه کولو لپاره، موږ مخکیني تعبیر ته بیرته راګرځو چې بایډن د کښتۍ د ورکولو توان درلود؛ خو د کښتۍ بدلول ټوله لاره نه ده، او د کښتۍ بدلولو وروسته، بایډن باید وړتیا ولري چې د هغه په ​​لاره کې خنډونه لیرې کړي.نړیوالې صحنې ته د بیرته راستنیدو لپاره د بایډن لومړني اقدامات هیله منونکي او د پام وړ و؛ خو په ځینو مواردو کې هغه د پام وړ بدلونونو په راوستلو کې پاتې راغلی. نوموړی لا تر اوسه نه دی توانیدلی چې د امریکا او چین اړیکې عادي حالت ته راولي او په ورته وخت کې د تایوان مسلې کړکیچ لا هم اضافه شوی. که څه هم بایډن ژمنه کړې وه،خو لا تر اوسه د چین په اړه اقتصادي پالیسیو ته د بیا کتنې خبر نشته. په همدې ډول د چين او امريکا تر منځ په اړيکو کې کړکېچ په خپل پخواني حالت پاتې دی او هېڅ پرمختګ پکې نه تر سترګو کېږي.

د اوکراین او ناټو پراختیا

د بایډن د بهرنۍ پالیسۍ دستګاه په اوکراین کې د روسیې له برید وروسته ښه عکس العمل ښودلی.د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ د ډیری څارونکو په وینا، د بایډن اداره د روسیې له برید وروسته اوکراین سره د مرستې کولو، همغږۍ او تنظیم کولو په برخه کې د ستاینې وړ ده او د امریکا او د هغه د نورو متحدینو دغه مرستې او ملاتړ د جګړې په ډګر کې د وضعیت د بدلون لامل شوي دي. په دې وروستیو کې د امریکا او د هغې د متحدینو د مالي مرستو او وسلو په مرسته اوکرایینې ځواکونه توانیدلي چې د روسیې تر ولکې لاندې سیمو یوه برخه بیرته ونیسي او د روسیې ځواکونه په شا کړي. دا پدې مانا ده چې بایډن په عملي توګه توانیدلی چې د امریکا اړیکې له خپلو پخوانیو متحدینو سره ترمیم کړي او د اوکراین د دفاع لپاره یو پیاوړی اتحاد رامنځته کړي. له بلې خوا، بایډن توانیدلی چې ناټو ته نوې بڼه ورکړي او نوي غړي هم ور زیات کړي. تر دې دمه ناټو او امریکا توانیدلي چې د روسیې د کنټرول ماموریت سره په ښه ډول ترسره کړي.

البته دا نیوکې تل د امریکا د ناټو د پراختیا پر ستراتیژۍ موجودې وی او دي. ختیځ ته د ناټو پراخول او د غړو په توګه د سویډن او فنلینډ اضافه کول د متحده ایالاتو د نړیوالو مکلفیتونود زیاتوالي معنی لري. په همدې حال کې دغه هېواد په ټوله نړۍ کې په کافي اندازه ښکېل دی او د دغه هېواد د نړیوالومکلفیتونو د زیاتولو لپاره هېڅ ستراتیژیکه اړتیا نشته. هرڅومره چې امریکا د اروپا په امنیت کې د رول لوبولو ژمنه کوي، اروپایی هیوادونه له دې وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د امنیت د ټینګښت پر ځای نورو برخو ته توجه کوي. د نړیوال سیاست څارونکې او په تېره بیا ریالیستان په دې باور دي چې د امریکا د دفاعي مکلفیتونو زیاتوالی سم نه دی او دا کار د دې لامل کېږي چې امریکا د اروپا پر امنیت ډېرې پیسې ولګوي؛ هغه هم په داسې حال کې چې دغه هېوادونه د ځان د دفاع توان لري. په بله وینا، اروپایي هېوادونه د اوسني وضعیته «وړیا سواري» ترلاسه کوي.

ایران

داسې ښکاري چې د بایډن حکومت د برجام معاهدی سره د بیا یوځای کېدو لپاره د خپلې ژمنې په پوره کولو کې پاتې راغلی. ښايي اصلي ننګونه چې ورسره مخ ده په اوسني حالت کې د امریکا لپاره د بېړنۍ اړتیا نشتوالی او د ایران په برخه کې د انعطاف نشتوالی دی. د دسمبر په څلورمه په یوه وینا کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ډاګه کړه چې اداره یې تړون ته ژمنه ده.

هغه زیاته کړه: «موږ لا هم په دې باور یو چې ډیپلوماسي د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو څخه د مخنیوي لپاره غوره لاره ده. خو که ایران دا لاره رد کړي، ټول انتخابونه لاهم پر میز پراته دي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې ایران اټومي وسلو ته لاس رسۍ نه لري.»

د بلینکن دا څرګندونې د نومبر په څلورمه د ولسمشر بایډن له وینا سره په ټکر کې دي. بایډن له ایران سره د موافقې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «له ایران سره تړون پای ته رسېدلی، خو موږ یې نه اعلانوو.» کله چې د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دې تړون په اړه وپوښتل شو، هغه وویل، “دا مهال د ایران سره د دي تړون په اړه کوم پرمختګ نه دی شوی. موږ په نږدې راتلونکي کې پدې اړه د کوم پرمختګ وړاندوینه نه کوو. پدې موضوع زموږ تمرکز نشته.»

سعودي عربستان

د بایډن بهرنۍ پالیسي په منځني ختیځ او په ځانګړې توګه د سعودي عربستان په وړاندې یو ناورین بلل کېږي. که څه هم بایډن ژمنه کړې وه چې په سعودي عربستان کې به د بشري حقونو وضعیت ته پام کوي او پخپله ولیعهد به ملامتوي، خو د محمد بن سلمان د ملامتیا او سزا ورکولو كوم خبر نشته. پرځای یې، د بایډن ادارې د قانوني مسلو په وړاندې د سعودي عربستان او شهزاده دفاع کړې. که څه هم بایډن د جون په میاشت کې سعودي عربستان ته سفر وکړ ترڅو وضعیت اداره کړي او سعودي عربستان دې ته اړ کړي چې خپل د تېلو تولید زیات کړي ترڅو په نړۍ کې د تېلو بیه راټیټه کړي؛ خو داسې ښکاري چې د بایډن دغه سفر بې پایلې و او سعودي عربستان د تېلو د بیو د راټیټولو لپاره کوم اقدام نه دی کړی. له بلې خوا، راپورونه وایې چې واشنګټن د OPEC + د تولید کمولو ته د ځواب ویلو کوم پلان نلري، او بایډن یو ځل بیا په ډاګه کړه چې د سعودي عربستان سره په اړیکو کې د بدلون ګواښونه خالي ګواښونه دي چې ریاض کولی شي په اسانۍ سره پرې سترګې پټې کړي.

سوریه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ژمنه کړې وه چې «بشري حقونه به د امریکا د بهرنۍ تګلارې په زړه کې ځای ولري»، خو د بایډن ادارې په سوریه کې برعکس کار کړی دی. د بایډن ادارې هڅه نه ده کړې چې د بشار الاسد رژیم د حماس او حزب الله ډلې ته د ایراني تمویل او وسلو د لېږد په هکله حساب وکړي. د بایډن ادارې په سختۍ سره د سوریې د غیر نظامي کولو چې د ملکي خوندیتوب قانون دی او په ۲۰۱۹ کې تدوین شوی ورڅخه ګټه پورته کړی. په تېرو دوو کلونو کې، حکومت یوازې ۱۹ کسان تحریم کړي چې هیڅ یو یې له اقتصادي پلوه مهم نه و. د بایډن ټیم په واضح ډول عربي حکومتونه هم هڅولي چې له دمشق سره بیا اړيکې جوړي کړي. له دی جملې د سیمه ایزې انرژۍ قراردادونو ته وده ورکول دي چې د بشار الاسد لپاره ۵۰ میلیون ډالره عاید راوړي.

افغانستان او طالبان

طالبانو افغانستان د خپلې ولکې لاندې راوستلی او بهرنۍ ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې شتون لري. د پاکستان د طالبانو تحریک لا پياوړی شوی او د پاکستان له حکومت سره یې اوربند پای ته رسولی دی. طالبانو له امریکا سره پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. د کابل په زړه کې د ایمن الظواهري وژنه د دې خبرې ثبوت دی. له دې سره سره، د بایډن اداره د افغانستان بانک د تمویل لپاره د لارو چارو په لټه کې ده. د امریکا حکومت په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان سره د امریکايي پوځیانو له وتلو راهیسې تر یو ملیارد ډالرو ډېرې مرستې کړې دي، خو دا یې په ډاګه نه کړه چې دا پیسې څنګه لګول کېږي. بل لوري ته طالبان د بشري حقونو هغه ارزښتونو ته پام نه کوي چې امریکا یې په افغانستان کې دفاع کوي او هره ورځ د ښځو او رسنیو پر وړاندې نوي محدودیتونه لګوي. په وروستي مورد کې طالبانو ښځې پوهنتون، کار او ښوونځي ته له تلو منع کړې دي.

پایله: ایا ۲۰۲۳ به یو سخت کال وي؟

د بایډن اداره به یو ستونزمن کال ولري. امریکا باید له اوکراین سره تر پایه پاتې شي تر څو چې د جنګ په ډګر کې د بریا یا باعزته سولې ډاډ ترلاسه نشي، له روسیې سره له جګړې وتل د امریکا لپاره ډیرې جدي پایلې لرلی شي. د ۲۰۲۳ کال لپاره د بایډن ادارې دوهم ماموریت د چینایي احتمالي بریده د تایوان ساتنه ده. بایډن باید چین په دې پوه کړي چې پر تایوان برید به دروند قیمت ولري. له بلې خوا، د بایډن اداره باید وتوانیږي چې د سوداګرۍ په ډګر کې د سړې جګړې رامنځته کېدو مخه ونیسي او د ټرمپ دوره کې خرابې شوې اړیکې ترمیم کړي.

لکه څنګه چې د ایران اټومي موافقه مړه ښکاري، د بایډن اداره د ایران د ګواښ د مخنیوي، د ترهګرو ډلو د ملاتړ محدودولو، او سیمه ایز ثبات ته وده ورکولو لپاره یوې جامع ستراتیژۍ ته اړتیا لري. لکه څنګه چې د منځني ختیځ لپاره پخوانی مرکچي ډینس راس ویل، د دې ستراتیژۍ اساس باید مخنیوی وي. په منځني ختیځ کې د بایډن حکومت باید له محمد بن سلمان سره د معاملې لپاره حل لاره ولټوي او له بلې خوا باید په یمن کې جګړې ته هم د پای ټکی کېږدي.

ورته لیکنې

Back to top button