۸صبح، کابل: د سولې نړیوالې ډلبندۍ (GPI) له خپلو ارزونو د یوه نوي راپور په خپرولو افغانستان ته د ترټولو ناامن هېواد لقب ورکړی دی.
د سولې د نړیوالې ډلبندۍ ارزونې، چې دوشنبه د مرغومي پر دوولسمه نېټه خپره شوې ده د نړۍ ۱۶۳ هېوادونه یې څېړلې، چې په هغه کې افغانستان د نړۍ ترټولو ناامن هېواد نومول شوی دی.
د دغې ارزونې له مخې ایسلنډ د نړۍ ترټولو امن هېواد پېژندل شوی دی.
په همدې توګه نیوزیلنډ، ایرلنډ، دنمارک، اسټرالیا، پرتګال، اسلوونیا، چک جمهوریت، سنګاپور او جاپان په ترتیب سره له ایسلنډ وروسته تر لسمې شمېرې امن هېوادونه پېژندل شوي دي.
اخوا سوریه او یمن د افغانستان ترڅنګ په ترتیب سره په له ۱۶۱ تر ۱۶۳ درجو کې راغلي او د د نړۍ ترټولو ناامنه هېوادونو ګڼل شوي دي.
د سولې نړیوالې ډلبندۍ زیاته کړې، چې د نړۍ په ۹۰ هېوادونو کې د سولې وضعیت ښه شوی او د ۷۱ هېوادونو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.
د امن او ناامنو هېوادونو نوملړ هر کال نوی کېږي.